فشتو نوي سيكسي ويديو

فشتو نوي سيكسي ويديو Hewad.com - Afghanistan - Pashto News | تاریخ سینمای افغانستان - afghanact.com |

فشتو نوي سيكسي ويديو

Hewad.com - Afghanistan - Pashto News

Fatal error: فشتو نوي سيكسي ويديو Uncaught Error: Call to undefined function mysql_connect() in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/db/mysql.class.php:14 Stack trace: #0 /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/db/mysql.inc.php(4): MySQL->connect('hewadc3_haron', 'arcade', 'localhost') #1 /home/hewadc3/public_html/pashto/news/head.php(92): include_once('/home/hewadc3/p...') #2 /home/hewadc3/public_html/pashto/news/show_news.php(2): include_once('/home/hewadc3/p...') #3 /home/hewadc3/public_html/pashto/pnews.php(110): include('/home/hewadc3/p...') #4 {main} thrown in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/db/mysql.class.php on line 14

. فشتو نوي سيكسي ويديو . فشتو نوي سيكسي ويديو ، فشتو نوي سيكسي ويديو




[فشتو نوي سيكسي ويديو]

نویسنده و منبع |



فشتو نوي سيكسي ويديو

تاریخ سینمای افغانستان - afghanact.com

غانستان دسينما بشپړتيايې بهير

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل عبدالواحد  نظري

 

 

   فهرست‎‎‏:

پيل ، فشتو نوي سيكسي ويديو لومړى دوره……………………………………………  ‏

دوهمـه دوره، افغان فل………………………………………..

لو مړنى  فلمـی تجربي  هنری لنډ فلمونـه.………………………...

لومړى مسلکی  ډايرکټر ‏  اولومړى مکمل افغاني داستا ني فلم …. 

لومړى تاريخي فلم ، لومړی شخصی پروډکشن.…………………

دريمـه دوره: فشتو نوي سيكسي ويديو سينما او سياست…………………………………

لومړی گډ فلم….……………………………………………..

شخصي پرو دکشنونـه  او خپلواک سينما گران…….……………..

څلورمـه دوره ، سينما خپل رنگ بدلوی…………………………

لومړى جهادي فلم  ……………………………………………

‏ افغانی نيو ريا لستيک فلم..…………………………………..

مستند فلمونـه ………………………………………………..

کارتوني فلمونـه..………………………………………………

نړی او افغانستان   .…………………………………………..

بهرنی فلمونـه ….……………………………………………..

      افغانی فلم جوړونـه په نورو هيوادو کی .….……………………..

خپلواک تلويزيونونـه او تلويزيوني فلمون………………………

ملی تلويزيون……………………………………………….. 

تلويزيونی مستند فلمونـه……………………………………

نړی واله بريا ………………………………………………..

ننی ځوان سينما گران ‏ او ديجيتال فلمونـه.……………………..  

مستند فلمونـه……………………………………………. .. 

کارتونی فلمونـه….…………………………………………. 

ښځي او سينما   …………………………………………….

  شخضیـاو تجارتی پرودکشنونـه،و او غير مسلکی سينماګران….…….. 

 

 

 

 

 

 

 

پيل

لومړۍ دوره

 په افغانستان کي د سينما تاريخ د اميرامان الله خان  دواکمني د ١٩٢٢، ١٩٢٥ ميلادي کلونو  ياني له اروپا څخه هيواد ته د دوى د سفرد را وروسته وخت سره تړاو لري. فشتو نوي سيكسي ويديو په همدغو کلونوکي لومړى بي ږغه فلم دپغمان په سلطنتي باغ او  دکابل ‍ په عسکري کلوپ کي د درباريانو او پوځي افسرا نو لپاره ننداري ته وړاندي کيږي اوپه ننداره کي يې خپله شاه امان الله خان او علامـه محمود طرزي د افغا نستان د ژورناليزم پلارهم گډون کوي.

د( عشق او دوستي ) فلم د رشيد لطيفي چي هغه وخت دپو هني نندار ي مسوول و. فشتو نوي سيكسي ويديو د نشاط ملک خيل او دتياتر دنورو لوبغاړو په مرستې لکه عبدالرحمن بينا، احمدضياراتب زاد، نورمحمغان دلومړنی  سينمايې يونټ په جوړولو سره د[[همافلم ]]په نامـه   په ١٣٢٥هـ.ل کال کي دلاهور ښار دفلم جوړوني ديوي کمپني په مر ستې  [[ شوری پکچرز ]] کي پايته ورسوه. لم ددي په خاطر لاهور ته يووړل شو چي ديوي خوا دفلم جوړولو تخنيکي وسايل او مسلکي پرسونل دلته نـه و او بل هـلته ښځينـه لوبغاړي په اساني موندل کيدي او په کابل کي داکار گران اوناممکن و. په نوموړي فلم کي نشاط ملک خيل ديوه شاعرپه رول کي عبدالرحمن بينا ديوه نظامي کپتان او يو ه پيښورى نجلي (   زيب قريشي  ) دمريم په رول کي راڅرگنديدل. او د فلم ډايرکټ چاري يې د( هرالد لوئيس  ) په غاړه وي. دغه فلم د سينما په تاريخ کي په افغانستان کي لومړني فلم وو،  چي دري څلويښت دقيقي وخت يې دپردي پر مخ نيوى او دهغه وخت سينما کابل او دولاياتو په نورو سينما گانوکي ننداري ته وړاندي شو. کولاي شو چي دغه فلم دفلم جوړوني لومړنی هسته او پيل وگڼو. او هم دمرحوم لطيفي او بيا په ځانگړي توگه دنشاط ملک خيل زحمتونـه چي نوموړی فلم يې په خپله شخصي پانگه  او څه ناڅه دنورو په مرسته جوړکړ په قدر سره وستايو.( دا فلم کله چي د افغان فلم دريا ست چاري  را تر غاړي وي  ديو ه چا څخه، چي  پيسو ته اړ و او د  ملک خيل دکورنى څخه و، دپيسو  په مقابل کي تر لا سه کړ ).

دا لومړنى افغاني فلم تر ډيره تياتري جوړښت لري او لکه څنگه چي دنامـه څخه يې پيدا ده دعشق او دو ستي پر بنياد جوړ شويدى،  خو دجوړښت له خوا ډير ساده او کليشـه يې دى:

  دوه دو ستا ن چي يو يې شا عر او بل يې  کپتان دى او دواړه ديوي نجلى سره مينـه لري، خو نجلى خپله بيا دشا عر سره مينـه لري، شا عر کله چي دخپل ملگري له خوا مجبوريږي چي دهمدي نجلى لپاره مرکه وکړي دخپل ملگرتوب په پاس غواړي چي د نجلى تو جه دخپل ملگري وخوا ته واړوي....

 فلم لکه د اکثرو هندي فلمونو په شان ميلو دراماتيک جوړښت لري او په ساز او اواز پيل کيږي او دفلم په اوږدو کي هم دا ساز او اواز ځاى کړى سوى دى. خو دخو شحا لي ځاى دلته دى چي د لومړني افغاني فلم لپاره افغاني سندري چي د(   استاد بريښنا ) له خواکمپوز سوي دي، چي دفلم د ښکلا نقطيهم همدا سندري دي. دشاټو نوکمپوزيشن په ښه وجه ترسره سوي دی او ځيني شاټونـه پرسپکتيو او عمق هم لري.  فلم ديوه لومړني فلم په صفت تر ډيره حده دمنظمو او حساب شوو شاټونودر لودو نکى دي. چيدا کارتر ډيره حده د ډا يرکټر هرالد لو ئيس دکار ښه بيلگه ده. دفلم پرجوړښت او نيمگړتياوو څه ليکل، چي له نن څخه٦٣ کاله مخکي دهيواد اوضاع اوحالت او دوخت دلازمو فني او تخنيکي شونتياوو او ذهني، فرهنگي شرايطو په نظرکي نيولو سره بايد هغه له پامـه ونـه باسو.  

بايد يادو شوو شرايطو ته په پام سره وڅيړو. په هرصورت دغه نوي بنسټ لکه څرنگه چي هيله وه او غوښتنـه تري کيده،  پراختيا  ونـه موندله،  اوبل څوک هم دفلم دتوليد په برخه کي لاس پکار نشول.

دولت هم دفلم جوړوني دغه دلگښت نـه ډک هنر سره هومره مينـه اوعلاقه  ونـه ښودله، له همدي امله خلکو د ايراني، هندي او امريکايې فلمونو ته مخه کړه. نوموړي فلمونـه دليدونکو له خوا لومړى د ښار په يواځني سينما  ( دکابل سينما  )کي کتل کيده، بيا وروسته د بهزاد سينما چي په باغ نواب کي يې موقعيت درلود او د پامير سينماته دفلم دننداري لپاره تللدغه فلمونـه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دپوهني ننداري رياست دفلم دتوريد دعمومي مديريت له خوا له بهر څخه دکرايې په بڼه هيواد ته وا ريديدل. په ۱۳۳۷ کال کی دعكاسي او فلمبرداري لومړنى كورس دامريكا دمتحده  ايالاتو د فرهنگي مرکز له خوا  دمطبو عاتو  دمستقل ريا ست په چوکاټ کي داير شو. په ۱۳۳۹ کال کی دعكاسى مديريت د عكاسي او فلمبرداري عمومـی مديريت ته ارتقا  وکړه . اكبر شاليزي، سونا رام تلوار، نادر مليار او شيون چیددی كورس څخه  فارغ شوی وو د يوه امريكايې معلم  )کنت وينزل ) تر نظر لا ندي دباميان او  د نوروښکلو لرغونو مناظرو فلم اخستل  د ډيری ابتدايې کامری چی د ( ايمو ) په نامـه يا ديدل او په لاس کوکيده  پيل  کړه. په کال ۱۳۳۹ کې دعكاسي  او فلمبرداري دعمومـی مديريت په راس کی  صمد آصفي چي  د عكاسي په رشته کی يې تخصص درلود مقرر شو، اكبرشاليزي  دفلم اخستلو د مدير په صفت  تعين شو. عبدا لخا لق عليل او اسحق ستارزاده د اکبر شاليزي او سونـه رام تلوار د مرستيا لا نو  په صفت  وظيفه  تر سره کوله.

---------------------------   

( * ) هغه قرار دادونـه چى دسينما دمديريت په وسيله  په هندکى دهندى او امريکايې کمپنيو سره دهندى اوامريکايې فلمونو دراوړلو لپاره په ١٣٣١ ل کال کی وتړل سو  تر۱۳۳۲  کال تر پايه پوری يې ادامـه پيدا کړه  تر څو چی د همدی کال په لومړی  نيمايې کی،بانک په خپلواکه بيه د اسعاروله ورکولو ډده کوله. موږ مجبور و له يوى  خوا پخوانيو قرار دادنو ته  اعتبار ورکړو،له آزاد بازارنـه اسعار واخلو او له بلي خوا موهڅه کوله چى دغه ستونزى  د اواره ولو په خاطر دفلمونو قراردادونـه په افغانيو وکړو چى ١٣٣٣ ل کال کې دغه ستونزه اواره شوه او موږ وکړاى شول چى دمطبوعاتود رياست له خوا  دشپږو ميا شتو.لپاره په افغانيو فلمونـه وارد کړو .

دشوروى اتحاد واستوک انيستورک دسودا گرى کمپۍ له نماينده تيرکال دفلمونو واردولو تړون وشو. واردشوى فلمونـه امريکايې٧٢ فلمونـه،هندى۵۰ فلمونـه،روسي ۲۴ فلمونـه.سربيره په دى څو اروپايې او مصري فلمونـه هم ښودلشويدى. دواردشويو فلمونو په لنډيز او کريتيک دسينما دمينـه والو لپاره دنندارى په نامـه دپنځلس ورځنى مجلى خپرول.  

هغه تياترچى پخوا دپوهنى نندارى په نوم ياديده او دراديو دنشراتو يوه برخه وه په نوى تشکيل کى دتياترود مديريت په نامـه ومنل شو درياست مجلس سينما اوتياتر دپوهنى نندارى ( نمايشاتو ) دلوى مديريت په نامـه ومانـه . په هيواد کې دفلم اخسيتود صنعت دپيل لپاره ديوه شرکت دپرانستلو پروژه په پام کى ونيوله شوه 

______________________________

(   * ) : د کابل سينمايی عمومـی مديريت ، غانستان کا لنی ، دمطبوعاتو مستقل رياست ، 1332 هجری شمسی ، ص. 184- 185.

په کال ۱۳۳۹ کي  چي  د سردار محمد داود خان د صدارت دوره وه  يو امريكايې  د هالكم  په نامـه  دفلم اخستلو د اداري  دمشاور  په  صفت  کابل ته  راځى    او څو لنډ فلمونـه  لكه , قره قل او غالی غانی سينما گرانو  له خوا او همدا راز د افغا نستان دلو مړني پنځه کلن  پلان چی د معارف او اردو د انکشاف، دسالنگ پروژه، گلبهار فابر يكه، د هلمند وادي او دا سي نور وو په خاصه توگه  د هالكم او سونا رام تلوار له خوا پيل سوه. په ۱۳۴۰  کال دجوزا  په مياشت کي ددي فلم کار پايته ورسيد، چي ٨٠ دقيقی  وخت يې نيوى او دا  لومړني مستند فلم وو چی په ۲۹ داسد ۱۳۴۰کال کله چی سردار محمد داودخان د حربي پوهنتون دمحصلينو ديپلومونو د توزيع په محفل کي د ډاكتر سهيل د مطبوعاتو د مستقل رئيس  په وړانديز ننداری ته  وړاندی سوه  د ا فلم ډير د سردار محمد داودخان دپا ملرني  وړ وگر ځيد او دده  دهدايت  سره سم  ددی فلم ديونټ  ښپږ غړي، اسحق ستارزاده او عبدالخالق عليل، دفلم اخستو او اسحق  محمود، نيك محمدپوپل، مجيد، ا و عتيق مبارز دعكاسي  بـه بر خه كي. اتحا د شوروي ته  واستول سول. (   * )

ترڅوچي د١٣٤٢هـ.ل د ( فيض محمد خيرزاده ) په نوم يو روڼ آندي  شخص چي لوړي زده کړي يې دتياتر او فلسفي  په برخه کي په امر يکا کي

پای ته رسولي وي،او د۱۳۳۷ کال را هيسی يېد مبطوعاتو په مستقل رياست کی کار پيل کړی وودښکلوهنرونو په نامـه ديوي موسسي بنياد کښيښود او په لنډ وخت کی يې ډير مستعد ځوانان پر ځآن را ټول کړه   او دده دنورو هنري اوتعليمي پروگرامونو ترڅنگ د (  مانند عقاب ) ١٣٤٣هـ.ل په نوم فلم دجوړيدو په فکرکي شو. ده د فلم سناريو وليکله اود ډايرکټ  او پروډيوس دنده هم  دده په غاړه وه. دفلم اخستو چاري يې( محمداسحق ستارزاده  )

_________________________________________________

(   * )   ( د عليل،عبدالخالق، دراډيويې مصاحبي څخه

ترسره کړي. په نوموړي فلم کي د ظاهر هويدا نـه پرته، چي دفلم په يوه صحنـه را څر گنديږي،سيد بی بی نقی دمور په لور کی او يوی کوچنى نجلۍ دشـهلا  په نامـه په مرکزي  رو ل کي بر خه  اخستي ده. ( مانند عقاب ) يو په زړه پوري مستند فلم دى چي معموله اصطلاح ددي راز فلم لپاره ( هنري مستند فلم )  دى چي هنري اصطلاح دهغو صحنو څخه ده چي ډايرکټ سوي دي. دا ديوي وړي نجلۍ کيسه ده چي د کلي دهـلکانو دخبرو په اور يدو سره دا هم دخپلي کورنى له اجازي نـه پرته دکابل ښارته ځي او هـلته دهغه کال داستقلال د جشن په زړه پوري مرا سمو او مناظرو په ننداره بوختيږي چي په مستند ډول  اخستل  سويدي  او ور سره ( منتاژ ) يو ځاى سوي دي.

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­----------------------------------------------------------

دفلم اخستلو مديريت د ۱۳۳۹کال له سنبلی نـه د ۱۳۴۰ کال تر سنبلی پوري دغه راتلونکی فلمونـه تهيه اوتکميل کړی دی. دگران وطن د آزادي(   ۴۲ ) کال دجشن رنگه فلم چه طول يې (   ۲۷۰۰ )   فټه  په پشتو او انگليسی.اخباري مستند فلم دپولند دشاغلی صدرا عظم  سفر څخه کابل ته  طول يې۱۲۰۰ فټه  په پشتو اوانگليسی.

ا خباري مستند فلم  طول يې ( ۱۶۲۰ ) فټه  پشتو او انگليسی. اخباري مستند فلم د نيپال دپاچا اعلحضرت. مـهندراشا دسغر څخه طول يې۱۳۰۰ فټه  په بښتو او انگليسی.اخباری مستند رنگه فلم دالمان دصدارت دمعاون او دهغه دتجارت وزير ښاغلي ارهارد  له مراسمو څخه.  داعلحضرت  معظم همايونی  له سغر ونو  څخه مصرته،طول يې۲۸۳۵ فټه په پښتو،فارسیاو يوگوسلا ويا ته،طول  يې ۱۶۶۵ فته،په پښتو،فارسی او انگليسی  مـهند را شاه دسفر څخه طول يې ۱۳۰۰ فټه په پشتو او انگليسی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] عکاسي او فلم اخستل، غانستان کا لني، دمطبوعاتو مستقل رياست، دکورنيو خپرونو لوی مديريت، مسؤل مدير: عبدالله "محب حيرت"  ۱۳۳۹ـــ ۱۳۴۰هـ ل، ص. ۱۵۶                

دفلم نوم د نجلۍ دخواست څخه اخستل سويدى، چي غواړي دگوربت  غوندي والوزي او هرڅه دلوړی څخه وويني، ددي فلم دچاپ چاري هم په هند کي تر سره کيږي.

د( عشق او دوستي ) او(  مانند عقاب ) فلمونـه دهيواد دهنري فلمونو دتو ليد او سينمايی هستی د پرمختيا لپاره ښې بيلگي وي چی دوخت دشرا يطو په نظرکي نيولو دنيمگړتيا سره سره دپام او ستايني وړ دي.

تردي وروسته، دخلکو او زمان دغوښتنو له مخي دمطبوعاتو درياست په تشکيل کي دفلم اخستلو او عکاسي عمومي مديريت د افغان فلم موسسي په چوکاټ کي کار او فعاليت ته ادامـه  ورکوی. دغه موسسه چي لومړى دخبري فلمونو په جوړيدو، د دولتي غونډو د پرانستلو او بهرته د شاه سفرونو ته انعکاس ورکوي چي بيا وروسته دهنري فلمونو توليد ته لاس اچوي. ددي موسسي دلابراتورپه برخه کي امريكا يې، تركي،فرانسوي اوهندي  معلمينو د دريو کلو په موده کي  عملي ا و نظري  زده کړي ور کوي.

لو مړنى توليدي  مستند خبري فلم چي د افغان فلم په لابراتوارکي جوړ سو د١٣٤٦هـ.ل کال په ژمي کي د افغان فلم تتاح نـه مخکي  جوړ سو  چي ديوگوسلاويا د جمـهور رئيس  مارشال تيتو دسفر څخه کابل ته و چي په  ٢٤ساعتو کي يې ټول مراحل تر سره سول، ددي لنډ فلم مسلكي كاركونکي عبارت وو ( فلم اخستو نکى سونـه رام تلوار او محمد اسحق ستارزاده دلابراتوار په برخه کي سليم نورزي، سلطان استالفي، سيد مصطفي، سيدكريم روفي،گل احمدطيب، منتاژور محمدانور صابري ا و سونډ مين عبدالرحمن صفتي و..

په همدي ترتيب د افغان فلم څانگي کرار کرار دهنري فلمونو په توليد کار پيل کړ چي غان فلم تر څنگ يو شمير اشخاصو دفلمونو د توليد امتياز دوخت اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څخه په شخصي توگه ترلاسه کړ.  په همدي ترتيب دفلم جوړوني هنر او سينما زموږ په هيواد کي خپله لاره ورو ورو او په مقدماتي بڼه تر سره کړه او ټولني ته يې د ځوانو سينماگرانو او تازه کاره استعدا دونـه ورپه برخه کړل، چي دهغوي په برخه کي ښه لاسته راوړني دي.

 د( مانند عقاب ) له فلم  نـه وروسته بيا دڅو كلونوپه بهير كې  هنرى افغانى فلم نـه جوړيږى خوپه دغوكلونو كې ديوې ملي سينمايې هستې دجوړيدو له پاره په دولتي اوغير دولتي كچه د پام وړاقدامات پيليږي. چي له هغېجملي څخه  دځينوسينما يې كورسونو دايريدل، و خارج ته د سينما په برخه کي تحصيلي بور سونو ته دمحصلينو استول، اوله خارجيانو سره دځينو مستندو اوهنرى فلمونوكې غانى سينما گرانو برخه اخيستنـه ددې اقداماتو ښي بيلگې دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( * ) (  استالفي، سلطان غان فلم دلا براتوارمسئول، دمصاحبي له لاري )

 

 

 

 

 

 

 

دوهمـه دوره

افغانفلم

 

په١٣٤٧ هـ.ل کال  د ميزان  د ميا شتی په اوه ويشتمـه   افغان فلم چی دامريکا يانو په مرسته جوړ شوی و رسماٌ پرا نستل شو، په دی موسسه  کی  يوا زي  دلنډو  اخباری او مستندو١٦ او٣٥ ملي متره  فلمو نو چاری تر سره کيدلی. لومړى دخبري فلمونو په جوړيدو، چي ددولتي غونډو انعکاس و، چي بياوروسته دمستندو اوهنري لنډو فلمونو توليدته لاس اچوي...که څه هم د مستندو او اخباري فلمو کاردپخوا څخه را پيل سوى وو،په دي تفاوت چي هغه وخت بـه فلمونـه دچاپ او پروسس لپاره امريکا او هندته استول کيدل او اوس پخپله د افغان فلم په لا برا توارو کي پروسس کيدل.  دی کوچنی دستگاه دومره ظرفيت نـه درون لود، چي په کال کي څوهنری فلمونـه پکي جوړسي... دوخت په تيريدو سره غان فلم دموسسي دلومړني رئيس سلطانحميدهاشم اودځينو نورو مسوولو کار کوو نکو، صمد آصفي،اکبرشاليزي، عبدا لخا لق عليل، سونـه رام تلوار،اسحق ستا رزاده، چي دلومړيو سينما گرانو څخه دي دهڅو او کوښښ په نتيجه کي قوت مومي او د هنريفلمونو دتوليد لپاره متعهد کيږي. په همدي ترتيب د افغان فلم څانگي کرار کرار دهنري فلمونو په توليد کار پيل کړ. غان فلم تر څنگ يوشمير اشخاصو هم دفلمو د توليد امتياز دوخت اطلا عاتو او کلتور د وزارت څخه په شخصي توگه ترلاسه کړ چي هغوي هم دفلمونو په توليد پيل وکړ او دا فلمونـه هم غان فلم په همدي وړه سټديو کي جوړيدل. په همدي ترتيب دفلم جوړوني هنر او سينما زموږ په هيواد کي خپله لاره ورو ورو او په مقدماتي بڼه تر سره کړه  او ټولني ته يې  ځوان سينماگران او هنرمندان، نوي او تازه استعدا دو نـه ورپه برخه کړل، چي دهغوي هنري کارونـه زموږ  دهيواد دفلم جوړوني او سينما توگرافي په برخه کي ترټو لو ښه لاسته راوړني بلل کيږي.

 د افغان فلم دستډيو دجوړيدو سره په ١٣٤٧ کال کی دا فغاني سينما واقعي تاريخ را پيل کيږي. همدا ( ١٣٥٠ ) او( ١٣۶۰ )هـ.ل لسيزه ده چي زموږدملي سينماپه جوړيدوكې ټاكونكى ونډه لرى.همدا دوره ده چي د افغاني سينما د عطف دنقطي په حيث په تاريخ کي ديوي مکملي دوري په څير را منځته سوه. چي د ( اندر ز مادر  ) ١٣٥٢ هـ ل کال دفلم څخه چي يو مکمل افغاني لوړ فلم دى،  چي ټولي چار ي يې تر نگتيف ترکټ او چاپ پوري په  افغانفلم کي د افغاني سينما گرانو پر لاس تر سره سويدي تر (  دکوڅو سرگردان )١٣٦٩ هـ.ل کال پوري. چی تر دی وروسته دفلم جوړولو کار په افغانستان کی دکورنيو  جگړو  له ا مله  په ټپه درون يږي. دی مسلکي پيل او لازمو هڅو زمينـه ديو ي مسلکي سينما لپاره  مساعده کړه، چي دسينما د پرمختگ،  تنوع،  بيان  او سينما ته د خلکو او دولت دتو جه را گر ځولو لوى عا مل و،  

 

 

 

 

 

 

 

لومړنی فلمي تجربي

هنري فلمونـه

غان فلم دستډيو دجوړولو سره لومړني فلمونـه مستند او اخباري فلمونـه وو چي ذکر بـه يې په خپله برخه کي را سي ولي لومړنيسينمايې هنری لنډ فلمونـه د ( روزگاران ) ترنامـه لاندي په ١٣٥٢ کال، تور او سپين ٣٥ ملي  چي هري برخي خپل  ځانگړى  داستان درلود، د پردي پر مخ را غلل.

لومړى فلم د ( طلبگار ) په نامـه چې سناريست او ډايرکټر (   عبدالخا لق عليل  ) و، دى هغه لومړنى ډايرکټر دى چي دسينما په رشته کي يې عالي تحصيلات دهغه زمان په شوروي کي تر سره کړي  دى. ښايې د دا راز لنډ فلم  جوړول بـه دده لپاره خاصستونزمن کار نـه و، دده د وينا پر اساس، (  دا فلم ديوه لوړ فلم لپاره په نظر کي نيول سوى وو، خو دهغه وخت درهبري دفيصلي  پر اساس، دا ښه وکڼل سول، چي غان فلم درئيس په شمول نوروته هم دا زمينـه مسا عده سي چي دهنري فلمونو په برخه کي خپل بخت واز ما يې )دغسي پريکړه  سوي وه   چي په همدي لنډ فلم اکتفاه وسي. ددي فلم كمره مين ( سونـه رام تلوار )،چي دلومړنيو افغاني کامره مينانو څخه و. سوند مين سيد علي عالمي،  منتاژور: تور يالى الکوزى  و.

 ددي لومړني فلم کيسه، دنصير په نوم يو  بيکاره او بي تحصيله ځوان ( خان آقا سرور، چي دتمثيل په برخه کي يې په هند کي تحصيلات تر سره کړي  ) له خوا لوبول سوى دى، د سيما په نوم  د يوي نجلۍ سره چي محصله ده ( ميمونـه غزال )  مينـه پيدا کوي  او دنجلى  پلار، دده دلور په خلاف دخپلي لور سوکالي په پيسو او شتمنى کي ويني ( رفيق صادق )،چي د استادى لقب لري، او دتياتر د ډيرو موفقو څيرو څخه دى  )  مرکي ته ور ځي او ځان شتمن او تحصيل لرونکى ښيې  او دغلا د تحفي له لاري  چي دزرو دمغازي څخه يې غلاکړي او دنجلى دمور( حبيبه عسکر ) چي دا هم دتياتر دموفقو څيروڅخه ده ) په دستکول کي اچوي، او هغه په غلا متهموي، او د همدي تحفي په ورکولو  غواړي چي د نجلى پلارته ځان شتمن وښيې...

په دي فلم کي ډا يرکتر غوښتي دي، چي دبيځايه روا جونو او دهغو دپايلو آثرات په ټولنـه کي وښيې. دلته کوم خاص بيان او سينمايې ليد لا نـه تر سترگو کيږي، ولي دفلم په يوه برخه کي، سيما نـه پو هيږي چي څنگه  دخپل را تلونکي ژوند په اړه تصميم ونيسي،  دوي گوتي دگرا مافون پر ريکارد باندي را ځي او ريکارد په کرار کرار څرخوي.  چي  په ډير ښه تو گه دسيما روا ني حالت  بيا نوي...

دوهم فلم ( شب جمعه ) ډايرکټر انجنيرمحمدعلي رونق سناريست او كمره مين صديق امينزي. سوند مين: عبدالرحمن صفتي، منتاژور: توريالى الکوزى.

دا برخه يو تياتري کميډي ده،کيسه دهغه ځايه پيل کيږي: يوه ميرمن چي ته روانـه ده،دخپل ميړه نـه  غواړي چي دشپي لپاره، چي پلار او مور يې  د دوى کورته را ځي يو چرگ حلال کړي، ده چي هيڅکله چرگ نـه دى حلال کړى، چرگ ځيني تښتي... دفلم ډايرکټر په پيل کي دځينو ښکلو سينمايې شا ټونو په اخستو دجمعي دشپي سهارپه ډيره ښه توگه  انځوروي چي ښايې په خپل ذات کي لو مړنى وي  لکه د گلخن، يا دڅا څخه د او بو را يستل، او دکابل دسهار دکوڅو ارا مي  او چوپتيا  ډير په زړه پوري دي...

اخترپيکر، مشعل هنريار، غزال ابرا هيمي، فريده شايا ن. او نورو لوبغاړو په دی فلم کی برخه اخستی وه   

دريمفلم ( قاچاقبران ) سناريستاوډايرکټر:سلطان حميدهاشم، فلم اخستونکی:   صديق امينزى،چي په دی برخه کي په هند کي تحصيلات تر سره کړي دي.

 په دي فلم کي د مخدره موادو دقا چاقچيانو د ډلو په ښودلو سره، چي ديوي ډلي  په رهبري کي يې دپوليسو يوعالي رتبه مامور (  قيوم بيسد )،چي داستادي لقب لري او دتياتر دلومړيو لوبغاړو او ډايرکترانو څخه دى ځاي نيسي ). او دا لومړنى  دجنايې، پوليسي فلم تجربه ده، ددي فلم نور لوبغاړي عبارت دي: حيات الله خروش، پروين صنعتگر،  عزيزاله هدف،  خان اقا سرور او نور دی...

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړنی  مسلکي ډايرکټر

او ( اندرزمادر،يا دمور نصيحت  )

.

 عبدالخالق عليل په ١٣٣٧ کال کې د شرعياتو په پوهنځى کې شامل شو، خو په ١٣٣٨ کال کی دځينو ستونزو د را منځته کيدو له کبله، د مطبوعاتو د مستقل رياست دعکاسى په مديريت کې په کار گمارل کيږي.

مخکې له دې چې نوموړى مقررشى مرحوم استاد برشنا د مطبوعا تو دمستقل رياست ريېس له خوا دلومړى ځل لپاره دعکاسى اوفلم اخستنى کورس دامريکا دفرهنگى برخى په مرسته په لاره واچول شو چی د دولسمو ټولگيو فارغانوته دا زمينـه برابره شوه چې پدى کورس کې شامل شى. نوموړى دهغى مينى له کبله چې سينما، فلم،کيسی سره يی درلوده په دغه کورس کې  دشامليدو  اجازه تر لا سه کوی.

دۍ دځان  به هکله وايی:

هغه وخت زه دشاليزى مرستيال وم. او زما لومړى  کار د باميان د ولايت دتاريخى ځايونو څخه دفلم اخستل و. بايد وويل شى چې په ١٣٤٠ کال کی دقره قل درياست په وړانديز دقره قل او غاليو دصادراتو په هکله  مو غانستان شمال خواته سفر وکړ تر څو دشبرغان او آقچی دغاليو په هکله فلم جوړ کړو.

تردی وروسته دپخوانى شوروى اتحاد څخه يوه ډله فلم جوړونکی زموږ هيواد ته راځی چې يو مستند فلم دخروشچف په غوښتنی  د (  بلند تر از بلندترين کوه ها  ) په نوم جوړ کړى. په دغه فلم کې زه دکارگردان مرستيال وم. په فلم کې د شوروى اتحادله خوا دهغو پروژو په هکله چې په افغانستان کی يې جوړى کړى وى لکه: دسالنگ پروژه، د درونټی لاره، دهرات پوليتخنيک او دکابل دسيلو فلم جوړيده. په ١٣٤٨ کال کی دکرهڼی وزارت په وړاند يز مـی يو مستند فلم د ( حاصل بهتر ) په نوم چی روزنيز فلم  و  دبزگرانو لپاره جوړكړ. چي  دآلمان د لپزيک  څخهتشويقي ديپلوم  ترلاسه کوي. او بيادلوړو تحصيلاتو لپاره و اتحاد شوروي ته ولاړم.

   عبدالخالق عليل، لومړی افغاني  ډايرکټر دي چي د ماستر ي ديپلوم په دي  رشته كي  تر لا سه كوي. اوتر نن و رځي يې تر دير شو زيات هنري سينمايې او مستند فلمونـه تهيه او ډايرکټ  كړي دي.

 

 ( اندرزمادر،يا دمور نصيحت  ) دا دعبدالخالق عليل لومړی لوړفلم دی چي په ١٣٥٣ هـ لکال کی په تور او سپين ډول په ٣٥ ملي متری توگه ډايرکټ کوی،ددی فلم داستان د ( اسدالله هاتف ) د ( بخاطر يک لحظه هوس )  د داستان  پر بنياد  دعليل او صمد آصفی  له خوا ليکل کيږی. داندرز مادر دفلم سره زما په اند غاني سينما واقعي پيل پيليږي، ځکه تردي فلم د مخه فلمونو يا تر ډيره حده تياتري جوړښت درون لود، يوه  او يا بله برخه يې  په بهر کي تر سره سوي،  او يا هم تجربوي او لنډکارونـه  وه،  نو ځکه زه دا فلم ديوه مسلکي او کامل فلم په نامـه يادوم، او د افغانستان دسينما د داستاني(  هنري ) فلم يو ښکلى آغاز دى.  ددي فلم ټول کارونـه  په افغان فلم کي د  افغاني سينما گرانو په لا س تر سره سوي دي. او  دا فلم  لومړی  فلم دی چی په پښتو هم دوبله  كيږي او  په يو وخت کی په دواړو  ژبو ښکاره کيږی.

 فلم ديو نورمال دا ستان درلودونکى دى، او په تمامـه معنا  ديو حر فو ي جوړښت څخه برخورداره دى، ولي دکوم خاص هنري بيان څر گندوى نـه دى.ددی فلم دفلم اخستلو چاری  صديق امينزى په غاړه  درلودي   او توريالي شفق، د منتاژور دنده درلوده  او دی‌ دهغو لو مړ نيو منتا ژورانو څخه دى،  چي په دي برخه کي يې په هندکي زده کړى کړي دى. او دفلم موزيک چاری د استاد هاشم له خوا تر سره کيږی  ددي فلم عمده لوبغاړي: نذير، محبوبه جباري، اسدالله آرام، رفيق صادق  زرغونـه ارام  اوسايره اعظم دي.

 (  دمور نصيحت  ) ديوي نجلى شيما ( محبوبه جباري ) د ژوند کيسه ده، چي ديوي ښځي (   زر غونـه ارام  ) له خوا  تيروزي، شيما  دسودا اخستلو لپاره مغازي ته ځي او هـلته ديوي ښځي سره مخامخ کيږي. هغه په دي بهانـه چي ډيره  دهغي خداي بخښلي خورته  ورته ده، ديته  بلنـه ورکو ي کـه چيری ددي د ناروغي مورليدوته ورسره ولاړه شي، مور بـه يې ډيره خوشحاله سي. نجلۍ کورته بيايې چي  هلته ديوه شخص  له خوا پري  تيری  کيږي.  نجلۍ دي ته اړوزي چي دځان د منځه وړو په وسيله،  دا  دننگ لکه له خپلي لمني پا کـه کړي. د فکر د خرابى د وجي دموتړ سره ټکرکوي. کله چي يې نامزد دخارج څخه راځي او ددي دبرخليک څخه خبريږ ي، ددي دپريشاني او جگرخونى مانع کيږي.

 دا فلم په لومړي سرکي د (   شيشـه شکسته  ) په نوم و،  څرنگه چي دنوي جمـهور رئيس سردار محمد داود خان په کودتاکي دتوپ دلومړی ډز په وسيله دسردار عبدالولي، چي دکاکا زوى  يې دى، دکور هنداري ماتيږي. ډايرکټر مجبوره  کيږي چي ددي نوم دنـه توجيه کولو په خاطر يوه اضافي صحنـه،  چي مور د ناروغي په بستر کي خپلو اولادونو ته نصيحت کوي، ور زيا توي او دفلم نوم  (  د مور نصيحت  ) ايږدي. فلم د( شيشـهء شکسته ) نوم دهغه شاټ څخه تر لاسه کوي،کله چي يرغمل شوي نجلۍ دځان څخه دفاع په خاطر په تيري کونکي دگيلاس وارکوي،  گيلاس دکړکي په ښيښي لگيږي اوښيښه ټوټه ټوټه کيږي..(   *

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(   * ) عليل، عبدالخالق.  دفلم ډايرکټر، دمصا حبي له لا ري  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړى تاريخي فلم

لومړنى شخصي پرو دکشن

 

( رابعه بلخي )١٣٥٣ تور اوسپين ٣٥ ملي، داستان: لطيف نا ظمي،  سناريست:داودفاراني، ډايرکټران: عبدالخالق عليل،داودفارا ني.كمره مين: صديق امينزى، سوندمين: انجنير محمود

 عمده لوبغاړي: عبدالله شادان دبکتاش په رول کي، سيما شادان، د را بعه،محمد نذير دحارث  داود فاراني  دکعب،  الفت هيروي دميرک او مشعل هنر يار دالياس په رو لونوکي...

دا پخپل ذات کي لومړنى فلم دى چي ديوي شخصي موسسي  نذير فلم له خوا په ١٣٥٢ هـ.ل کي پيليږي،خو تخنيکي پر سونل يې د افغان فلم کار کونکي دي او دا د افغاني  سينما  لو مړى که تا ريخي فلمي تجربه ده،  چي په هغه وخت کي  ددا سي يوه فلم جوړول ساده کا رنـه وو.  دا فلم په ١٣٥٣ هـ.ل کال کي دپردي پر مخ را ځى. او دا دخپل وخت د ډير مصرف درلودونکى فلم و چي د دري مليونو افغانيو په حدو دو کي پري لگيږي.

 ددي فلم کيسه د را بعه بلخي دکعب دلور ددري ژبي دلومړني شاعري دبکتاش نومي غلام سره دميني  او ژوند ترا ژيدي ډرا مـه ده،چي حارث ورور يې  دا د غلام سره دميني په تور، په تود کي اچوي، او رگونـه يې پري کوي...

    که چيري افغاني سينما په دورو وويشو او د افغان فلم دجوړيدو نـه مخکي دوره لو مړى وبولو، د اففان فلم دوره دوهمـه،نو دريمـه دوره دثور تراوښتون ١٣٥٧ هـ.ل وروسته پيل کيږي دلته کـه څه هم اکثره فلمونـه تبليغي، سياسي دي، ولي د  د ژانرو د تنوع له پلوه، سمبو ليکه ارايه او دسينمايې اکټورانو منځته راتلل، کرار کرار سينما د مسلکي او حرفوي سينما وخواته قدم ږدي چي په دي دوره کي دا فلمونـه دموضوع د تنوع له پلوه د يادولو وړ دي:

 

( روزهای دشوار ) ١٣٥٣ توراوسپين٣٥ ملي، ډايرکټر:ولي لطيفي، سناريست:رفيق يحيا يې كمره مين: صديق امينزي. لوبغاړي: ولي لطيفي، احسان اتيل، حاجي محمدكامران، اصف وردگ،   شازيه.... 

د داود خان دکودتاه ورو سته دا لو مړنى فلم دى،  ددي فلم داستان ديوه حاکم کيسه ده چي دنوي نظام درا تلو سره دزاړه حاکم ځاى نيسي. زموږ په  سينما کي دا فلم دخپل جوړښت  له مخي تر يوه حده ديوي سيا سي او تبليغي سينما  دپيل په تو گه نومولاى سو. خو ددي تر څنگ  دا هم ديا دولو وړ بولم  چي ديوه  سينمايې  بيان  درلودونکى فلم دى.  او ددي علت هم دادي چي ولي لطيفي چي د سينما د ډايرکت په برخه کي، او همدا راز رفيق يحيايې چي دسناريو په ليکلو کي عالي تحصيلات  په شوروي اتحاد کي تر سره کړي دي دا فلم په گډه  را شروع کوي.

 

( اخترمسخره )١٣٦٠ هـ.ل توراوسپين٣٥ ملي، چي يونيم ساعت وخت  نيسي. سناريستان: انجنير لطيف  او روف راصع. ډايرکټر: انجنير لطيف، فلم اخستو نکى:  وحيداله رمق.

لوبغاړي: فقير نبي، ناصرعزيز، بصيره، سلام سنگي، ابراهيم طغيان  او نور.

د (  اختر مسخره )  په فلم کي دتجريبوي او روڼ آندي سينما لومړني بيلگي ليدل کيږي. ددي فلم سوژه او مضمون له نورو جوړو سوو فلمونو سره تر دي وخته  څه تو پير لري،  دلته دفلم قهرمان دټولني د ټيټي طبقي څخه غوره شوي دي، چي دنورو د خوشحاليو لپاره ديو ه مسخره په توگه را څرگند يږي  اختر دهغه دټولنيز مقام نـه پرته چي دده په ټيپيکو ځانگړتياووکي راڅرگنديږي ديوي ټولني او يوه قشر دمډل اوبيلگي په بڼه رامنځته کوي. داختر دځانگړو عاطفي او رواني حالاتو په نظرکي نيولو سره، ليدونکي هغه ديوعادي شخص په توگه گڼي،  خو ديو ژور ليد لوري له مخي کيداي شي دهغه عقدي، محروميتونـه، نيمگړتياوي او دي ته ورته دهغه نور صفتونـه دهمدغو عاطفي ځانگړ تيا وو په محدوده کي وڅيړى.

 

 

 

 

 

 

دريمـه دوره

سينما  او  سياست

 سينما دخپل اصل او که تا ثيراتو له پلوه هميشـه دسيا ست دټولنيز ژوند ديوه غټ اصل په توگه په ډيره غټه پيمانـه استفاده سويده،  او دا هم ددي هنرهغه قوت دي چي دتبليغاتو د يوه غټ اصل په توگه ترينـه گټه اخيستي ده او دا هم تصادفي نده چي سيا سي سينما دسينما يوه غټه برخه جوړوي،  نو په هره دوره کي سيا سي او تبليغي سينما وجود لري او درون لود ه يې... په افغانستان کي تبليغاتي او سيا سي سينما په اول وار د(  روز های دشوار  ) ١٣٥٢ هـ.ل ډايرکټر: ولي لطيفي  او دڅو مستندو فلمو سره چي د سيا سي ژوند ا و رسمي جلساتو په اړوند پيل کيږي او دثور داوښتون سره سينما نوره هم سيا سي تبليغي کيږي. (  دهکده ها بيدار ميشود ) ١٣٦١ هـ ل ډايرکټر: عبدالخالق عليل.  د هنري، دا ستاني او گڼو مستندو فلمونو په جوړ يدو سره چي ذکر بـه يې وروسته را سي عملاً تبليغي سياسي سينما په ډير قوت منځته را ځي البته دا هم با يد ووايم چي دا هغه وا قعي سياسي سينما چي داکتو بر دانقلاب څخه وروسته په شوروي اتحاد کي او تر هغه وروسته په نورو    هيوا دو کي چي قوي سيا سي جريا نونـه منځته را ځي، نده په همدي خا طر دی چي دا سينما ما سياسي تبليغي وبلله.

 د۱۳۵۷ هجري لمريزكال راپه دي خواه چې دهيوادپه نورو برخو خپله ټاكونكى اغيزه شيندي زموږ دملي سينمالورى اوپرمختك هم ترتاثيرلاندى نيسي داپرمختك په افغانى سينما يې توليداتو خورامثبته اغيزښيندي اودملي سينمايې توليداتو په پروسه كى نـه يوازې لازم پرمختك كيږى، بلكى د افغانى ملى سينمادغوړيدو هڅى كيږى، نوى سينمايې مركزونـه پرله پسې پرا نستل کيږي،  همداغسې دننـه او  په بهر کي په دې برخه كي دسينما مينـه والوته دزده كړى پوره زمينـه برابريږى، په همدى كلونوكې چې زموږ دملي سينما ځينې فلمونـه په نړيوالوفستيوا لونوكې ننداري ته وړاندي كيږي، اويو شمير فلمونـه جايزى هم خپلوي. دثورد اوښتوندلومړيوكلونو ۱۳۵۷،۱۳۵۸ كې د(   ثورانقلاب ) مستند فلم، اولومړ نى هنري فلم چې لوبغاړى يې پخپله ددغه اوښتونقومندان حفيظ الله امين وو اونوردي.(  ٩ ) له دى كلونووروسته غاني سينماپه تاريخ كې( ۶۰ ) لسيزه دخپلو توليدا توله مخي ځانگړى ځاى لري په دى لسيزه كې نـه يوازي ځانگړي  سينمايې مركزونـه په خپل وار فلمونـه جوړوى، بلكې افغانفلم هم په يومجهز سينمايې مركز اوړى اوپه سيستما تيكه توگه ډير هنرى اومستندفلمونـه جوړوي.

که چيری په افغانستان کي حالات  نـه وای    بدل نو تر ډيره په اتياومو کلونو کی دي هيلي زور اخيستی چي تر شلمي پيړی ترپايه بـه حتماًً يوه با هو يته ملی او اکادميکه سينما ولرو. ځکه په دي کلونو کي سينما د دولت تر حمايت لا ندي وه او دولت دخپلو تبليغاتو لپاره دسينما پر قوت اوا ثراتو پوره خبر و،  يوه اندازه مسلکي پر سونل چي په پخپله په افغا نستان کي يې دکار په جريان کي تجربه تر لا سه کړي وه  او نور چي اکثره يې په سو سيالستی هيوادو او هندوستان کي

دسينما په برخه کي تحصيلات کړي،هيواد ته را ستانـه سول. او په متو سط ډول يو سينمايې مرکز منځته را غلی و، ډيرو زياتو ﻻ ملو ديته لاره هوا ره کړه، چي غان فلم په وړه ستډيو کي بـه دکاله تر څلورو هنري رنگه او تور او سپين لوړ فلمونـه،  همداراز په لسگونو مستند فلمونـه جوړ سي. په دي کلو کي په تلويزيون کي هم دفلم جوړلو کار په چټکى روان و او هرکال څلور پنځه لوړ او لنډ تلويزيونې فلمونـه سر يالونـه دپردي پر مخ را تلل. افغا ني فلمونو وخارجي فيستوالونو ته لاره پيدا کړه، جايزي او ديپلومونـه يې تر لا سه کول.

 په دريمـه دوره کي چي دثور د اوښتون١٣٥٧ هـ.ل  نـه وروسته شروع کيږي دلته کـه څه هم ددی دوری  ډير  فلمونـه تبليغي دي، ولی د تنوع د ژانرو د رنگينی له مخی او همدا راز،  دسينمايې اکټورانو،پرو ديو سرا نو،او آن کمپوزيتورانو او ارت ډا ير کټرا نو   منځته را تلل دي،

 (  دهکده ها بيدار ميشود  ) ١٣٦١ هـ.ل ( ډايرکټر:عبدلخالق عليل )

( گامـهاي استوار )  ١٣٦٣ هـ.ل ډايرکټر: توريالي شفق،  

( تابستان داغ کابل١٣٦٢ ) ل (  ډايرکټران: ولي لطيفي،علی همرا يف

 (  فرار   ) ١٣٦٣ هـ.ل  ډايرکټر: انجنير لطيف

 (  لحظه ها ) ١٣٦٣ هـ.ل ډايرکټر: واحد نظري

(  صبور سرباز  )١٣٦٤ هـ ل ډايرکټر:انجنير لطيف 

       (  پرنده های مـهاجر ) ١٣٦٥ هـ ل ډايرکټر:انجنير لطيف

       (  زمين )١٣٦٦ هـ  ل ډايرکټر:جلال پيروز

(  رد پا ) ١٣٦٧ هـ.ل، ډايرکتر: فقير نبي، 

(  شکست محاصره ) ١٣٦٧ هـ.ل،  ډايرکتر: فقير نبي.

  (  ارمان ) ١٣٦٨ هـ ل ډايرکټر:واحد نظري

 

 

 

  مستند اوتلويزيوني فلمونـه :

(  فرجام  ) ١٣٦٢ هـ.ل ډايرکټر: سعيدورکزی

(   با پيرا هن سپيد  ) ١٣٦٣ هـ.ل ډايرکټر: فقير نبي

  (  دلمر په لور  ) ١٣٦٣ هـ.ل ډايرکټر: واحد نظري 

   (  وطن پالنځى  ) ١٣٦٣هـ.ل،  ډايرکټر واحد نظري

(  سر بند  ) ١٣٦٤هـ.ل ډايرکټر: فقير نبي

(  انقلاب درون روند تکامل )  ١٣٦٣ هـ.ل ډايرکټر: واحد نظري

(  صبح سپيد  )١٣٦٤ هـ.ل، ډايرکټر: سعيدورکزی

(  قبايل ) ١٣٦٦ هـ.ل ډايرکټر: عبدالخالق عليل

   (  خانـه تاريخ  ) ١٣٦٧ هـ.ل ډايرکټر: قادرطاهري  

 

( دهکده ها بيدار ميشود ) ١٣٦١هـ.ل ٣٥ ملي، تور اوسپين، ډايرکټر او سناريست: عبدالخالق عليل، فلم اخستو نکى: محمود نوري. لوبغاړي: قادر فرخ، نغمـه، ناصرعزيز، عزيزاله هدف،  سايره اعظم او نور...

( دهکده هابيدارميشود ) دتوليد او تهيې په کارکي ترډير ځنډ ورو سته، چي دهمدغي موسسي لخوا دسينما ترپردي رسيدلي دي. چي لومړى انقلابي تبليغي فلم دى. ( دهکده ها بيدار ميشوند  ) دهغو ځانگړو علتونو له مخي،  بايد ددوو اړخونو له مخي وڅيړل شي او دنوموړي فلم سوژه اومضمون، د ارايه او تصويري بيان څخه بيله مطالعه شي.

دفلم سوژه دټولني په ځانگړو  مشکلاتو او هغو بدلونونو چي په دغې ټولنې کي رامنځته شوي په محور را څرخي. دپيښو د رامنځته کيدو ځاي دهيواد يوکلي دي.

دفلم کيسه هم دهمدغو کلو او بانډو له منځه دخلکو دپوهي دسطحي اوليد لورو له مخي غوره شوي ده. له يوي کورني څخه چي هـلته دکورمشر دمخالفينو تراغيزي لاندي راغلي او د دولت په خلاف دهغو په ليکوکي دريدلي او دوه ځوانان زامن يې بيا انقلابي نظر لري، او عسکري خدمت ته ځي. مور دخپلو زامنو دلاسه تلو په فکر او واهمـه کي ده. دهـلکانو ماما  چي دقوماندان په توگه دنده ترسره کوي بيا د انقلاب ماهيت درک کړى او هڅه کوي دمخا لفينو  په ضد جگړه کي خلک يقيني کړي.   

د ( دهکده ها بيدار ميشوند ) په فلم کي دداستان طرحه انساني ده  او په هغه کي کولاي شو د ودي په حال کي ټولنو په دننـه کي دنويو بدلونونو څرک  ووينو،  خو دا فلم دالقايې قدرت څخه  لږ برخمن دى. (   * )

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(   * )د هنر مجله،  دويمـه گڼه  ١٣٦١ کال  پاڼه ٣٨

 

 

 

 

 

 

 

لومړی گډ فلم

 

(   تا بستان داغ کابل  )١٣٦٢هـ ل رنگه ٣٥ ملي  ډايرکټر: ولي لطيفي ا و علی همرا يف.

 د تابستان داغ کابل،فلم د افغانستان او ازبکستان سينما لومړ نى گډ محصول دي. دفلم ټولي پيښي دهغو مسئلو پرمحور را څرخي چي هـلته دانقلاب په رامنځ ته کيدو سره د ظلم او وگړنيز ضد رژيم ټغر مخ په ټوليدو وي،  دلته ستونزي او مشکلات ناڅاپيز نـه بلکي اټکل شوي دي.  دفلم دپيښو ځاي دکابل ښار دي او دهغه لومړي اتل دطبي چارو هغه ډاکتر دي چي په جگړه کي دټپيانو دټپونو د درملني لپاره راغوښتل شوي دي.

دفلم تصويري بيان شعاري او سياسي نـه بلکي واقعي او ريالستيک دي، له همدغه لوري، زموږ د نورو فلمونو په پرتله ددي پرځاي چي دښمن او دهغه غوښتني وړي وښودل شي او ليدونکي ته ددښمن دکمزور تيا طرحه ورکړه شي، د لته د تابستان داغ کابل په فلم کي يوازي دانقلاب دپلويانو په مطلق برياليتوب نـه بلکي کله ناکله دمخا لفينو د برياليتوب شاهدان هم يو.  

د ( تابستان داغ کابل ) په فلم کي دکامري حرکت او لا يټنگ دځا نگړي ښکلا څخه برخمن دى. کمره دپيل څخه تر پايه دوه بُعدي څيروکي دعاطفي حالاتو دمـهارولو په لټه کي ده.

دفلم ډايرکټ ديونيم وړو عيبونو څخه پرته، په ډيرمـهارت اوشعوري توگه ترسره شويده چي کيداي شي دکار ديوېښي نموني په توگه تر څيړ ني  لاندي ونيول شي. (   * )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(   * )    دهنر مجله، څلورمـه گڼه ١٣٦٣ کال  پاڼه ٥٧

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شخصي پرو دکشنو نـه

خپلواک سينما گران

پنځوسمـه لسيزه زموږ دسينما په تار يخ كې نـه يوازي له دې بابته ځانگړي باب جوړوى چې په اوږدو كې يې پرله پسې سيستما تيكي هستونى ددغه وخت د اقتصادي او فرهنگي ناڅيزو  امكاناتو په پرتله ډيرېدى بلكي دگڼوسينمايې فلمونو لكه: (   مجسمـه هامي خندد )۱۳۵۵ ( سياموى اوجلالي )١٣٥۸ ( غلام عشق ) ١٣٥٦ (  جنايتكاران )۱۳۵۸

  د ښه شمير سينمايې توليدي مركزونو لکه: نذيرفلم۱۳۵۲ ،آريانافلم ۱۳۵۴ ،اپارسين فلم۱۳۵۷ ،شفق فلم۱۳۵۸ گلستان فلم ۱۳۵۹ )له لاری جوړيږى.

 هغه فلمونـه چي ددي پرو دکشنو  له لاري جوړيږى، زيا تره تجربوي، او تر يوه حده پوري دهغه وخت سينمايې  هستو تر منځ درقا بت په نتيجه کي منځته را ځي، کـه څه هم   دا سينما گران  بيله  يو دوو تنو  نور اکثره هغهان دي چي دخپل ذوق له مخي سينماته مخه کوي، او دهمدي پرو دکشنو له  لاري لا زمي تجربي تر لا سه کوي او يا هم وروسته  عالي تحصيلات  تر لا سه کوي، چي د افغا ني سينما دممتا زو سينما گرانو څخه شميرل کيږي.ولي ددي پرودکشنو  لو مړي فلمو نـه  اکثره  جنا يې دي چي دهندي او نورو  فلمونو تراغيزلاندي جوړيږي، جنايت کاران، غارتگران، خانـه ٥٥٥،   ټو لنيزي عشقي ډرا مي  لکه: غلام عشق، مجسمـه ها مي خندد، سيا موي او جلالي دي چي د لو مړنيو کارو په صفت  چی دي صنعت ته  رونق ور کړي، دتوجه وړ دي.  ددي جملي څخه يوا زي  را بعه بلخي فلم  دخپل تاريخي  جوړښت له مخي نـه يوازي چي يو دقدر وړ جرئت و بلکې دهغه وخت دزياتو مطرح سينما گرانو گډ کار شميرل کيږي. ولي دا بايد هير نکړو چي دا پرو دکشنونـه  هيڅ راز تخنيکي وسا يل په واک کي نـه لري او ددي پرودکشنو ټول کارونـه  غان فلم له لاري تر سره کيږي.

 او ددي تر څنگ په لسهاوو نويو پرودکشنو په را تلونکو کلونوکي دفعاليت اجازه ترلا سه کړيده،   چي دفلمونو په جوړولو بوخت دي.

 

نذيرفلم:نذيرفلم تاسيس ۱۳۵۲ کال ددي پرودکشن لومړنى محصول د ( رابعه بلخي ) فلم دي چي:عبدالخالق عليل، او  داود فارا ني له خوا يی ډايرکټ تر سره کيږی  او  ذكريې په تاريخي فلمونوكي را غي ددي لومړنی سينمايی موسسی( پرودکشن )دموسس او خاوند محمد نذير مرگ ددي باعث کيږي چي نذير فلم تر رابعه بلخی وروسته دبل فلم دتهيې  چاری تر سره کړی.

  آريانا فلم: موسس انجنيرلطيف چی په ١٣٥٤ کال کی  تاسيس شو. ددي پرودکشن لومړنى محصول د ( مجسمـه ها ميخندد ) په نامـه فلم و چی په١٣٥٥هـ.ل کال کی دپردی پر مخ راځی، ددی ٣٥ ملي متري  تور اوسپين فلم سناريود انجنيرلطيف له خواليکل کيږی  او دتوريالی شفق له خوا ډايرکټ کيږی  او همدا راز د (  غلام عشق ) ١٣٥٦ هـ.ل ٣٥ملي متر، تور اوسپين، ( ډايرکټر: توريالي شفق )،او دفلم اخستلو چاری بيا  هم انجنيرلطيف  تر سره کوی او همدا راز د ( سياه موي و جلالي ) رنگه  فلم ديوي فلکلوريکي کيسي پر بنياد. دعباس شبان له خوا ډايرکټ کيږی او تردی وروسته ځينی تبليغاتی  فلمونـه او دگناه  په نامـه فلم  پيل کيږی         

عبدالطيف احمدي:

  په  ١٣٢٩ هـ ل د كابل  د پولې تخنيك څخه فارغ  او په ١٣٥٤ کال کى د آريانا فلم په موسسه کى دفلم په جوړولو پيل وکړ. دده په قول دده له خوا جوړ شوی  فلمونـه هيڅکله يو بعدى او شعاري نـه و  بلکې دهيواد د فضا کلي بڼه څرگندوى.دي خپل ټول فلمونـه لکه  فرار، صبور سرباز، پرنده هاي مـهاجر،گناه،حماسه عشق، اختر مسخره، شرين گل وشير ‌آقا سريال  فلمونـه دهيواد دتاريخ يوه برخه بولى.

 او په هغوکى يې دوخت،پيښى، حالات او بهيرونـه په ښه ډول انځور کړى دي،چى هريو يې ځانته سينمايی پانگه جوړوى او ځانگړى ارزښت لرى. انجنير لطيف  غانی سينما يو  هڅاند ډايرکټر دي،که څه هم ده خپله  سينمايی لاره( کريره  ) د فلم اخستلو څخه پيل کړی ده،خو ډير ژر يی  دسناريو په ليکلو او بيا دخپلی کمپنی دفلمونو ډآيرکټ پخپله په غاړه وا خست، او دده پروډکشن لومړ نی فعاله او منظم سينمايی مرکز و، چی دهغه وخت.زيات  سينما گران  پکی را ټول وو،تر څو چی دگناه دفلم په جريان کی يې  داقتصاد ستونزو له کبله  افغان فلم ته مخه کړه او پرو دکشن يی، منحل کړ.

دۍ دځان بـه اړه وا يې:د فرار فلم چی  د لومړی  ځل لپاره دثور د اوښتون  په پيل  کی ما جوړ کړ، دا فلم چی هر وخت وليدل سی  د حوا دثو بيا نو ونکی دی  او د تاريخ  ديوی بر خی  څر گندوی په يوه مشخص  زمان  کی دی، همدا را ز د صبور سر باز   فلم او پرنده هاي مـهاجر په اړه ما احساس  وکړ  که  چيری سينما   ته په دی ډول  ادامـه  ورکړم، زموږ د سينما څخه  بـه دا سی معلومـه سی چي موږ د يوې  جنگي  او نظامي  سينما  وخواته راوان يو، چي يوازی د مستندو حوا دثو بيان  په هنری داستاني  شکل کوی  موږ دهنري پرورش څخه  په  سينما کی يو څه  فاصله اخلو او اوس با يد موږ.د نړی  په سينمايې خط  دا سی كارونـه تر سره کړو  چی  نړيوال  مارکيټ  ته لاره پيدا كړو.او  د افغان فلم رئيس و.

  دده د صبور سرباز او پرنده های مـها جر فلمونو دماسکو په فيستوال کی جايزی تر لا سه کړی دی

 

شفق فلم: تاسيس ١٣٥٨:ددي پرودکشن لومړنى محصول د ( جنا يتكا ران )  تور اوسپين ٣٥ملي متري ) په نامـه فلم دی چی په١٣٥٨  هـ.ل کال کی دتور يالي شفق  له خوا يې  ډايرکټ سوی دی   او دفلم اخيستو چاری يې دانجنير لطيف پرغاړه وی او همدا راز  ( عشق من ميهن من ) ( سناريست او ډايرکټر: توريالي شفق ٣٥ ملي متري توراوسپين فلم دي دفلم اخيستو چاری يې دسليمان علم   پرغاړه وی او د ( گامـهای استوار  ) فلم ديادونی وړ دی 

توريالي شفق:

توريالي شفق دهرات په لرغونى ښارکې زيږيدلى له لوړو زده کړو وروسته دهندوستان په تحصيلي بورس کى دغه هيواد ته ولاړ دهند په پونـه انستيتوت کى  يې دسينما په څانگه کې ماستري واخيسته. په ١٣٥٣ کال کى دنذير فلم د پرودکشن په جوړولوکى برخه درلوده او ١٣٥٤ او ١٣٥٥ هـ لکلونوکى دآريا نا فلم د موسسه په جوړولو کى ونډه اخسيتي ده. دمجسمـه ها ميخندد اوغلام عشق فلمونـه يې جوړکړى اومونتاژکړيدي.شفق فلم: تاسيس ١٣٥٨ ، ددي پرودکشن لومړنى محصول ( جنايتكاران ) ١٣٥٨ هـ.ل او ( عشق من ميهن من ) ( ډايرکټ کړل:  دخپل کار په سينما  کی د منتا ژور په صفت پيل کړ او دلو مړنيو  سينما گرا نو څخه دی،چی غانی سينما  په منځته را تلو کی يې پوره ونډه درلودله او همدارازدبهرنيو پرودکشنو ښه همکار و، اوډير شا گردان يې په دی لا ره کی روزلی دی.

اپارسين فلم: تاسيس١٣٥٧ هـل، ددي پرودکشن  دامتياز خاوند   چی د آغا صاحب په نامـه  مشـهور وو اولومړنى  محصول ٣٥ ملي تور اوسپين  د(  غارتگران  )  ډايرکټر:عباس شبان ) په نامـه فلم وو.

دی پروډکشن هم  نور ونـه سوای کولای چی بل فلم جوړ کړی

گلستان فلم: تاسيس ١٣٥٨ هـ ل، ددي پرودکشن موسس  مـهدی دعا گوی  او دامتياز  خاوند يی  فيض  محمد و  لومړی محصول يې ( خانـه ٥٥٥  ) ٣٥ ملي تور اوسپين فلم دی چی. دمـهدي دعاگوى له  خوا يې ډايرکټ تر سره سوی دی. کـه څه هم دی پرودکشن،ډيره موده بل فلم جوړ نسوای کړای، خو په ۲۰۰۲ مکال کی  د فيض محمد دکورنی يو بل غړی په استراليا کی  د( گمراه  ) ( ډاير کټر واحد نظری  ) په نامـه فلم  جوړ کړ.

 

قيس فلم: ١٣٦٢هـ.ل کال کي د سليمان علم  له خوا تاسيس او تر اوسه يې يوازي يوفلم ٣٥ ملي متر توراوسپين د تلاش  په نامـه  ( ډاير کټر: عباس شبان  )  تهيه کړى دى

 

 

 

 

 

څلورمـه دوره

سينما خپل رنگ بدلوي

 

 (   لحظه ها ) ١٣٦٣هـ ل ٣٥ ملي تور اوسپين. سناريست او ډايرکټر: واحد نظري، فلم اخستو نکى صديق امينز، موسيقي: استاد هاشم. په دي فلم کيلوبغاړي: قادر فرخ،  ذكيه داماچ،  عبدالله صمدي،  عزيزالله هدف، مرتضى بايقرا.  په ښه توگه خپل رولونـه تر سره کوي.

  د (  لحظه ها ) فلم  دخپل جوړښت او د محتوا له مخي د افغانستان په سينما کي يو نوى کار وو،  دا فلم چي غاني  سينما لو مړني رو ښانفکرانـه فلمنومول سوى دى. فلم دخپل ابسترکت او سمبوليک ارا يې سره په افغاني سينما کي يو نوى باب پرا نستى. دفلم کيسه ديوه ځوان چي ددولت سره دمخالفينو دډلي دجملي څخه دى، ژوند انځوروي، چي د دولتي قواوو سره په يوه جگړه کي ټپي کيږي او د ژوند په وروستيو شيبو کي ددولتي قواوو له خوا ژغورل کيږي، او دتداوي په  لړکي دى دخپلو کړو څخه پښيماني کوي.که څه هم دفلم کيسه  يوتبليغي  داستان دى، خو دفلم محتوا د ژوند دوروستيو شيبو  لکه څنگه چي لهنامـه څخه يې پيدا ده  يو رواني نماديک بيان دى چي ممکن هر انسان په خاصو حالاتو کي دخپل تير ژوند ديادونو

 جاج ا خلي،  فلم دخپل ابسترکت سور يا لستي  بيا ن سره په افغاني سينما يې ماحول کي ډير تاوده بحثونـه را وپا رول، ځکه دا راز بيان دډيرو لپاره نوى  او نا اشنا و، نـه دا راز فلم تر دي دمخه جوړ سوى و  اونـه هم په سينما گانو کي ښکاره سوي و،  دفلمونو توريد چي دتجارانو په لا س کي و  دا راز فلمونـه  چي دليدونکو لپاره بيگانـه   وه، نـه وا ردول.دی فلم دوارنا دفيستوا ل څخه  عالی يپلوم تر لا سه کړ(   * )

  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ

(   * )( ٧ )شينواري، سوله مل. د١٣٦٧ کال، اواز مجله  مقاله  (  غاني   سينما يې بهير جاج   )

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عبدالواحد نظري:

 

 د ١٣٣٢ هـ ل کال په کندهار ښارکى زيږيدلى دى. دلومړنيو زده کړ و  نـه. په ١٣٥٢   هـ ل کال کى دکابل پو هنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځى کې شامل شو. په ١٣٥٣ هـ لکابل کې دسينما او تلويزيون د ډايرکټ په برخه کى دبلغاريا هيواد ته  ځي اوپه ١٣٦١ هـ ل کال کى د دوکتورا معادل ديپلوم سره هيواد ته راستنيږی.

نظري په ١٣٦١ هـ ل کال کى لومړۍ په تلويزيون او بيا په افغان فلم کې د ډايرکټر په توگه، وروسته له ١٣٦٥ نـه تر ١٣٦٨ کال پوري غان فلم دريېس اوله ١٣٦٨ نـه تر ١٣۷١ هـ ل پوري دسينما گرانو  د ټولنى د ريېس په توگه دنده سرته رسولى ده له ١٣٦٤ کال نـه راهيسي دهنرونو په پوهنځى کى دلومړی ځل لپاره دسينما  تدريس پيل او تر اوسه داستاد په توگه دا دنده  تر سره کوی.  او سر بيره پر دی  غا نستان دملی را ډيو تلويزيون عمومـی ريېس  هم دی

هنري جوړوني يې دتحصيل په دوران کي دنورو لڼدو مستندو او هنري فلمونو ترڅنگ تلويزيوني فلمونـه لکه ( ستاسوپه هيواد کي مگرخرنسته  ) او ( دري شپي ديو زرو يوي شپي څخه  ) ديادوني وړده د سينما په برخه کي دلنډو مستندو فلمونو د (  وطن پالنځى  ) په ١٩٨٣ کال او انقلاب دتکامل په پړاو کي ١٩٨٤ کال کي، لوړ هنري فلمونـه يې د( لحظه ها  )هپه ١٩٨٤ او د ( ارمان ) ١٩٨٨ کال، او تلويزيوني فلمونـه لکه ( کاغوشچي  )١٩٨٤ ، ( دلمرپه لور ) ( ١٩٨٢ افغانستان بيله شور ويانو څخه ) مستند ١٩٩٠ او(  دکونډي زوی )  لومړنى کميډي سريال په ١٩٩١ کال کي په دروبرخوکي دسينما مينـه والوته وړاني کړل او لومړنى تلويزيوني تياتر(  ريېس  ) او ( نجلۍ ) په نامـه دده دجوړونو څخه دي.

په مـهاجرت کي يې د( گمراه  )٢٠٠٢، او(  هجرت ) فلمونـه ٢٠٠٤ هنري لوړ فلمونـه چي دسينما دمينـه والو لپاره دپر دي پرمخ راغلي دي.

واحد نظري لومړى افغاني سينماگر دى چي په ١٣٦٤   کال کي د وارنا په بين المللي سينمايې فيستيوال کي د ژوري غړی په صفت بلنـه ترلاسه کوي.

ده غانستان دکلتور دغوره کارکونکي لقب په ١٩٨٨ کال کي ترلاسه کړ او زيات شمير جايزي ډ يپلومونـه، مډالونـه تقديرنامي او ستاينليکونـه ډيري نوري مطبوعاتي اوهنري جايزي  دهيواد په دننـه او خارجي فيستيوالونو کي ترلاسه کړي دي. پوهنمل  واحد نظري د ١٩٩٥ کال راهيسي دالمان د ډايرکترانو دټولني غړيتوب لري.

 

 ( فرار )١٣٦٣ هـ.ل، رنگه ٣٥ ملي. سناريست او ډايرکټر: انجنير لطيف، فلم اخستونکى:قادرطاهري،منتاژور: حکيم مرزي. لوبغاړي: ناصرعزيز،  عادله اديم، فريبا، شكيلا، انوررضا زاده. اسدالله آرام،  سلام سنگي

په دي فلم کي د ثور دبدلون په لومړيو ورځو کي ديويکورنى دغړو تشويشونـه په ډاگه سو يدي، چي څنگه  له نا امنى څخه ځان په هر ه بيه چي وي  وباسي او دقاچبرانو په وسيله امنو هيو ادو ته دتلو  په لا ره  کی د ډيرو  ستونزو او نا خوالو سره مخامخ کيږی. 

( صبور سرباز  )١٣٦٤ هـ.ل رنگه ٣٥ ملي. سناريست او ډايرکټر: انجنير لطيف، فلم اخستو نکى: قادر طاهري.منتاژور: قدير رشيدي لوبغاړي: ناصر عزيز، عادله اديم، ابراهيم طغيان، صبور طوفان، ولي تلاش، ناصرعزيز، ابرا هيم طغيان،  حشمت فنايې او نور.

د انجنيرلطيف د فلمونو په لړي کي د ( صبور سرباز ) فلم ترټولو لوړ اثردي،  دفلم داستان دڅو ځوانانو د ژوند په بنسټ چي نوي د افغانستان وسله وال پوځ دليکو سره يوځاي کيږي. پيښي او حادثي په خلکو ځانگړي اغيزه کوي.دصبور ملگري په خپله خوښه دوسله وال پوځ سره يوځاي کيږي، خو صبور دپريشاني ويري او ډار سره  لاس او گريوان دى. هغه خپله تياره راتلونکي په خد مت کي نـه،  بلکي په خپلو گومانونو او خيالونوکي ويني. دصبور په رول کي ( صبور توفان ) په ښه توگه دد ي ډارن  عسکر حالات تصويرکړي دي...   

 

  ( پرنده های مـهاجر )١٣٦٥ هـ.ل رنگه   ٣٥ ملي، سناريست: سرور انوري، ډايرکټر:انجنيرلطيف،فلم اخستونکى:قادر طاهري، منتاژور: حکيم مرزي

 ښايې دا بـه پخپل ذات کي لومړى فلم وي چي په پاتان کي دکډ والى ژوند انځوروي، او دمـهاجرو په خيمو کي  د افغا ني ژوند، د عشق او نفرت  يوه  په زړه پوري ډرا مـه ده.

 په دي فلم کي دپخوا نيو لوبغاړو قادر فرخ، صبور طوفان،ناصر عزيز،عادله اديم، اسداله ارام  تر څنگ دوه تازه کاره لو بغاړي نعمت آرش، او صابره هم  دسينما پر پردي را ښکاره کيږي.

( مسافر )١٣٦٥ هـ ل ٣٥ ملي، توراوسپين .سناريست:بشيررويگر، ډايرکټر:سعيدورکزى،فلم اخستو نکى: قادر طاهري.

 دا فلم ديوه ځوان  ښوونکي داستان دى  چي دهيواد يوه ليري کلي ته دکار لپاره استول کيږي،ولي دده دټولي ميني سره  چي دخپل هيواد له اولا دو سره ديوه معلم په صفت  يې لري، ولي بياهم دکلي دخلکو د مخالفتو سره مخا مخ کيږي، چي دده  دتاثر موجب گرځي، خو را تلو نکى ده ته دزړه قوت ور کوي... لو بغاړي: نصير القاص، امين رحيمي، هما مستمندي،  کريم  نا يل..

 

( مردهاره قول اس )١٣٦٦هـ.ل رنگه ٣٥ملي.کيسه: اكرم عثمان، سناريست او ډايرکټر:سعيد اوركزي، فلم اخستو نکى: قادر طاهري، دفلم دمتن موسيقي د عبدلله شادکام له خوا  جوړه سويده.

لوبغاړي: عادله اديم، سعيد وركزي،خورشيد، اكرم خرمي، امين رحيمي، ولی تلاش....

د ( مرد هاره قول اس ) هنري فلم، چي د ډاکټراکرم عثمان له ارزښتناک اثر څخه اقتباس شويدي، د ژوري محتوا اوهنري، فرهنگي، او ټولنيزو ارزښتونو لرونکي فلم دي. دغه اثر دلرغوني کابل، د بالاحصار په زړه کي  دسيمي د اوسيدونکو د رسم او رواج يو ارزښتناک انځور دى.  يو ځوان  په دي خاطر چي دنجلۍ ورور ده ته د ورورگلوى لاس اوږدوي، دى  دخپلي وعدي د پر ځاى کولو په خاطر  دخپلي  ميني  څخه  بايد تيرسي. دکابل دزاړه ښار په زړه کی يوه په زړه پوري کيسه،چی ځينی برخي او رنگونـه يې دقادر طاهري له خوا په ډيرمـها رت  سره دسينمايې پټۍ پر مخ حک سوی دی. 

 

( حماسه عشق )١٣٦٧هـ.ل٣٥ملي رنگه. سناريست او ډايرکټر: لطيف احمدي، فلم اخستونکى: وحيداله رمق، منتا ژور: حکيم مرزي، ارت ډاير کټر: عثمان عليم.

 په دي فلم کي  دعشق، اتلوالي، زور او ځان ځاني  کيسه په افغا ني  معيار ونوکي د دپردی پرمخ را غلی ده، د دو چاپ انداز و کيسه ده چي يو يې غواړي  زوى يې هم د ده غوندي  اتل  و اوسي، او دده رقيب چاپ انداز چي دده سره  دمقابلي توان نـه لري، کله چي دده  دزوى دميني څخه  دخپلي لور سره خبريږي، دهغه څخه دغچ اخستلو  لپاره دنورو کارونو تر ځنگ خپله لور دپيشي سره په جوال کي اچوي... دا فلم غاني ملي لوبي بز کشي ډير ښکلي تصويرونـه دپردي پر مخ را وړي دي.

لوبغاړي: نعمت آرش، صابره، قادر فرخ، اسدالله ارام، ياسمين يارمل، او دا سی نورو په دی فلم کی رولونـه تر سره کړی دی...

 

 ( ارمان  ) ١٣٦٨ هـ ل، رنگه ٣٥ ملي  رنگه. سناريستان،احد ژوند او وا حد نظري، ډايرکټر: واحد نظري، فلم اخستو نکى:  قادر طاهري. متاژور: قدير رشيدي، دفلم موسيقي د شاد کام له خوا کمپوز سويده.   د افغا ني سينما په تاريخ کيدا لومړنى په پښتو ژبه فلم دى. په دی فلم کی  عبدالله صمدي، مرتضى بايقرا، عادله اديم، پلار جانمحمد، عبادالله پتنک، شاه محمود شارق، زليخا فخري عثمان عليم، فريد فيض مر کزی رولونـه  لوبولی دی...

 دا فلم دانقلاب دسپاهيانو ديوه گروپ ځوا نانو کيسه ده، چي دهيواد يوه ليري کلي ته ځي چي هـلته دهغه کلي سوځول سوى مکتب بيا جوړکړي، دوى دټولي بي تجربه گى او دځوا نى داحساساتو سره سره د خپل ځان په بيه دا  د معرفت مرکز، ددي ويجاړ شوي هيواد د اولادونو پر مخ پرا نيزي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړۍ جهادي فلم

 

 ( په ۱۹۹۲ م کال کی مجاهدينو ته د واک سپارولو وروسته مجاهدين کابل ته را ځی،  کابل  دمجاهدينو دخپل منځوی  جگړو ميدان گر ځی، ډير سينما گران دکابله څخه وځي، اوکابل دمختلفو تنظيمونو تر منځ ويشل کيږی، يوازی څو محدود سينما گران، چی دمجا هدينو سره تړاو لری په کابل کی چی يوا زينی سينمايی مر کز دی  يوازی ديوه فلم په جوړيدو بر يالی کيږی چی د (   عروج  )په نامـه دی، چی په  رنگه ٣٥ملي.پټی با ندی  په ۱۳۶۹هـ.ل کی  دپردی  پر مخ راځی  ددی فلم سناريست: صديق برمک  او ډايرکټر: يی نورهاشم ابير، او دفلم اخستو  چاری يی  د سيد موجود حسيني  پر غاړه وی، اوعمدهلو بغاړي يی همايون پا ئيز، ولي تلاش، اسدالله تاجزى،  جميل کريم پور.او نور وو.

فلم ديوه ځوان ژوند ښيې چي دروسي قواوو او دهغو دپلويانو دظلم او تيري په نتيجه ددوى پر ضد  اسلحه پورته کوي.

 

 

 

افغاني نيو ريا ليستيک  فلم

    (   دکوڅو سرگردان  ) ٣٥ملي  تور او سپين،دا فلم په ١٣٦٩ هـ.ل کال کی پيل کيږی، ولی ډير وروسته دپردی پر مخ را ځی، ځکه دکا بل د جگړو له کبله ددی فلم  پرنټ وره کيږی، ددی فلم ډايرکټر: احد ژوند، فلم اخستو نکى‎: نور هاشم آبير  دی.او لوبغاړي يی:  عزيزاله هدف  چی په ډيرښه ډول يې خپل رول لوبولی دی، همدا راز ذبيح اله انيل، سويتا، نيک محمد ؟ اجمل، او نور دی...او دا دوهم فلم دی چی  په پښتو ژبه دی.

دکوڅو سرگردان د لس کلن جمالوکي کيسه ده چي دټولنيزو ناخوالو او نـه گالونکو ربړونوکي لاس اوپښي وهي. هغه په خپلو خيالاتو کي د ډوبيدو وروسته خپله مړه مور په خوب ويني چي هغه  سپين  آس ترينـه غواړي چي دهغي قبرته يې ور ولي تر څو هغه بيرته کورته ورسره راسي.  ماشوم دسپين آس په لټه ژوند کوي  اوسپين آس دمورقبر ته ورولي، خو....  په يوه زماني مقطع کي غانستان دبي دفاع وگړو سمبوليکه څهره سپين آس دى چي پر ټولنـه باندي دسولي او ارامي د را مسلط کيدو په مفهوم راغلي دي.  فلم يو خاص ريالستيک بيا ن لري، چي کيدا ي سي دا ايتالوی د نوي ريا ليزم تر څنگ  د افغاني نوي رياليزم صفت ورکړو.

 

عبدالاحد ژوند:

د ١٣٣٠ کال دهلمند په ولايت کى زيږيدلي داقتصاد ليسانسه دى نوموړى په ١٣٦٠ هـ ل کال کى د راديوافغانستان د ډرام او ديالوگ په څانگه کى دنده پيل کړه د ١٣٦٤ کال نـه يې په افغانفلم کى دنده درلوده. دسناريو د بورد غړى و. ده د واحد نظري په ډايرکت د ارمان په نامـه دلومړنى پښتو فلم لپاره سناريو ليکلي او په ١٩٨٥ م کال کى يې د عبدالخالق عليل په ډايرکت د الماس سياه په نامـه فلم سناريو او داستان ليکلي دى په ١٩٩٢ م کال کى يې د ډايرکت چاري يې خپله وړاندى بيولى او دکوڅو سرگردان دد ه سينمايې لوړپښتو فلم دي.

همدا را ز ددي دوري ځيني  نور فلمونـه عبارت  دي:

 

    ( گناه ) ١٣٦٣ هـ.ل تور اوسپين ٣٥ ملي. سناريست،فلم اخستو نکى ا وډا يرکټر: انجنيرلطيف، لوبغاړي: سلام سنگي،فريد فيض، فقير نبي...    

    ( بابا ) ١٣٦٥ هـ.ل تور اوسپين ٣٥ ملي سناريست او ډا يرکټر: جانمحمد حيدري، فلم اخستونکى: نورهاشم ابير، لوبغاړي: سلام سنگي، جان محمد پلار، اسدلله ارام،ولي تلاش او نور. 

 

   ( بيگانـه ) ١٣٦٦هـ ل ٣٥ ملي رنگه. لنډ فلم، داستان: محمود دولت ابادي، سناريست او ډايرکټر: صديق برمک،فلم اخستونکى،فاروق سعد   ( دديپلوم کار ) دشوروي اتحاد  سره په گډه توگه.

  لو بغاړي:سلام سنگي،  ابرا هيم  طغيان،  عادله اديم،ظاهر گړندى، ابرا هيم طغيان...

 

   ( خاکستر ) ١٣٦٧ هـ.ل ٣٥ ملي، رنگه، سناريست او ډايرکټر سعيد ورکزى،  فلم اخستونکى:  قادر طا هري، منتاژ:  قدير رشيدي.

په تر ا فيکي حا دثه  کي ديوه ځوان  دمعيو بيدلو  په پايله کي دبد گما نيو  او  اختلا ف را پيدا کيدل.

لو بغاړي: عبدالله  صمدي، هما مستمندي،  امين رحيمي،...

 

   ( زمين )١٣٦٧هـ.ل۳۵ ملي،تور اوسپين ډايرکټر:جلال پيروز،فلم اخيستو نکى:صديق امين زى، لوبغاړي: وکيل نيکبين، حشمت فنايې.....

 

( شکست محاصره ) ١٣٦٧ هـ.ل ٣٥ ملي رنگه سناريست: بشيررويگر، ډايرکتر: فقير نبي، فلم اخيستو نکى: وحيدالله رمق، منتا ژور: قدير رشيدي.. لو بغاړي: قادر فرخ، سلام سنگي،ناصر عزيز، عزيز الله هدف.

 

    ( رد پا )١٣٧۰ هـ.ل ٣٥ ملي، تور اوسپين.سناريست: عظيم جسور، ډايرکتر: فقير نبي، فلم اخيستو نکى: سيد موجود حسيني، منتا ژور: قدير رشيدي، لومړی افغانی جنايی فلم.

 لوبغاړي: قادرفرخ،فريدفيض،فريده همرا،اسداله ارام،جانمحمد  حيدری..

 

 

 

 

 

مستند فلمونـه لکه دداستاني فلمونو  په شان په يوه ټولنـه کي مـهم دي،  آن په ډيرو حالاتو کي چي ديو ي ساختگي کيسي پر بنياد ترجوړ شوى هنري فلم  عادي مستند فلم ښه دى، ځکه مستند فلمونـه ديوي ټولني  دواقعي تصويري تاريخ يوه غټه برخه جو ړوي.که څه هم دا فلمونـه فرما يشي،  تبليغاتي او ياسيا سي وي،  ځکه په هر د اسي فلم کي کـه په کامله توگه هم فرمايشي او تبليغاتي وي بيا هم ډير دا سي څه پکي شته چي د واقعي ژوند ديوي بر خي څرگندوى وي.زه دلته نـه غواړم چي مستند فلم تعريف کړم،  په هغه اندازه چي هنري فلموته په دي دوره کي توجه وه مستند فلمونـه هم په هر کال تر شلو پوري رسيدل. دهغو فلمونو تر څنگ چي د اوښتون د کليزو، د عالي رتبه هياتو دسفرو په اړه خارج او په داخل کي دحزبي کنفرا نسونو اوحزبي اودولتي کارونو دانعکاس تر څنگ،نورو په زړه پوري موضو عاتو ته چي د ديني، ټولنيزو او ملي موضوعاتو ته وقف سوي وو  اکثرو ديفلمونو تر ډيره حده گزارشي  بڼه درون لوده او نـه سو کولاى چي هغه واقعي مستند وبو لو، ښه بـه دا وي ددي فلمونو زيا ته برخه مستند خبري وبولو، او آن د ډيرو ډاير کتران لا هم معلوم نـه دي. دځينو مستندو په زړه پورې فلمونو يادونـه ضرور ده   لکه:

    (   مارشال تيتو درکابل )١٣٤٧هـ.ل ډايرکټر سلطان حميد، دا فلم لکه مخکي چي مو هم يا دونـه وکړه  يو مستند خبري فلم دى، دا فلم په دي خاطر د تو جه وړ دى چي لهيوې خوا لو مړى فلم دى چي غاني سينما گرانو په لاس غا ن فلم په نوي جوړه سوي سټو ديو کي جوړ سوى دى،  او بل دا چي ددي فلم ټولي چاري په څلورويشتو سا عتو کي تر سره کيږي،  تر څو دفلم يوه کاپي پخپله  مار شال تيتو ته دده  دسفر په پاى کي ور کړي.

(   اسکان بشر ) ١٣٥٢هـ.ل، ډايرکټر: عبدالخالق عليل، دا فلم د کليوالو د ژوند په هکله دي چي څنگه ددوي داوسيدو  مخه په لو يو ښارو کي ونيول سي  او په كليو او بانډو كي دکار زمينـه  ورته پيدا سي. .

- )بزكشي(  ١٣٥٩هـ.ل ډايرکټر:محمود نوري، داپه زړه پوري  مستند فلم  دبز کشي د په زړه پوري  لو بي  په هکله دى.

( پرورشگاه وطن )  ١٣٦٣ هـ.ل، ډايرکټر: واحد نظري،دا مستند فلم د جنگ او بد بختيو په کلو نو کي دهغو ما شومانو چي خپلي کورنى،  مور او پلار يې  له لا سه ور کړي دي، ژوند،  خا طري او حالات  په دير عاطفي  تو گه  پکي ځاى سوي دي.

( قبايل ) ١٣٦٣هـ.ل ډايرکټر: عبدالخالق عليل،دا فلم غا ني قبايلو د ژوند او که تا ريخ په هکله  دپه زړه پوري محتوا درون لودونکي دي.

(   مارياي پراشوتيست  )۱۳۶۵ هـ.لډايرکټر: سيد موجود،  د افغا ني مار يا چي لو مړنى ښځينـه پرا شو ټيسټه ده، فلم ددي پر اتلولى باندي جوړ سوى دى.

(   خواب طلايې  )١٣٦٦ دا  دهمايون مروت د ديپلوم کار دى، چي دا فغان فلم په مرسته  جوړ سوى دى، او په طنزيه  توگه، دښاري ژوند  او په خاص ډول دښاري سرويسونو په هکله دى.

  ( خانـهء تاريخ ) ١٣٦٧فلم اخستونکى او ډايرکټر:  قادر طاهري. دا فلم زموږ د خلکو د ژوند او اباديو تر څنگ  دفرهنگي ميرا ثونو او که تا ريخي اثارو  په هکله دى چي څنگه دجنگ  په دوران کي  د همدي وطن دخلکو له خوا په بيرحما نـه توگه لهمنځه ځي  او يا هم تخريبيږي. چي عاطفي بعد يې  ډير  دردونکى دى.

(   انقلاب درون روند تکامل  )١٣٦٣هـ.ل  ډايرکټر واحد نظري، په دي فلم کي  په کرونو لو ژيکه  توگه د ثور د بدلون  لا سته را وړني  ځاى سوي دي (  غان فلم دارشيف څخه )

 

 

 

 

 

 

 

کارتو ني فلمونـه

 

 کار توني سينما چي د رسا مي او نقاشى څخه پکي گټه اخستله کيږي په اصل کي دسينمادمنځته را تلو نـه مخکي دي،  يا په بل عبارت لو مړنى  متحرک فلمونـه همدا انيميشن او کا رتو ني فلمونو ته ور ته تخنيک څخه وه. د(  پلا نو )  دفناکسيتيسکوپ او دهغه بشپړ وريانت زويتروپ  او همدا راز پراينو سکوپ  دا ټو لو دهمدي تخنيک څخه  استفاده کوله،  چي نن دکار تو ني  فلمونو په جوړيدو کي تر ي گټه اخستل کيږي.

 دشلمي پيړى د پيل نـه مخکي  ملي يس  دخپلو  فلمو لپاره دکامري د حرکاتو او دعکسونو د ايښولو يو د بل تر څنگ،  استفاده کوله. دا لړى  همدا سي  اوږديږي، او په زړه پوري تجربي په دي اړه په نورو هيوا دو کي  تر سره کيږي  تر څو غټي کمپنى لکه ( والت ديسني  ) په دي برخه کي  امر يکا  تر نورو  برلا سه کوي  او په ١٩٢٣ م کال کي  د(  اليس دعجا يبو په خاوره کي ) او د ( مکي موس )  په جوړيدو سره  دا ژانر ډيره وده کوي. (   * )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( * )ديويد رابينسون،( تاريخ سينماى جهان )،ژباړه: همايون عباس پور او ابراهيم ابوالمعالي دنگاه انتشارات، ايران. پاڼه  ٤٧٩

 

 په افغا نستان کي په١٣٦٦ کال کې دلو مړي ځل لپاره غا نستان دتکړه کارتو نست: هژبر شينوارى  په ابتکار  د خپلو نژدي همکا رانو  سره يو ځاى،  پر وين پژواک او حسن صامدي... سره  ديوه لنډ فلم چي د( تمرين ) په نا مـه يا ديدى، په  افغان  فلم کي پيل سو.  دوى په گډه  ددي يو ه دقيقه يې  فلم  لپاره په زر هاوو  رسمونـه  رسمکړي وو،  چي د ډير تود استقبال سره مخامخ سو. حيات اله  حياتي د ددي لومړني انيميشن دفلم اخستو چاري پر غاړه درون لودي  او اسداله بديع يې  دموسيقي  د تهيې  په برخه کي  همکاري درون لوده.

ددي فلم په ادامـه  دهمدي کوچني  يونټ له خوا پر يو  بل  فلم  چي تر پنځو دقيقو پوري يې وخت نيوه کار پيل سو.

يو بل دکار تو ني  فلمو څخه چي په وروستيو کلنو کي جوړ سو   د )محسنحسيني(    فلم دى.چي په ٢٠٠٦ کال کي جوړ سو  او دشپږو دقيقو په حدو دو کي وخت نيسي  چي ډير په زړه پوري  فلم دى چي دجنگ دبد بختيو په هکله جوړ سوى دى.او څو جايزي يې په داخل او خارج کي  تر لا سه کړي دي(   * )

په دي وقفهکي څو نور فلمونـه هم جوړ سول، چي زيا تره تبليغا تي محتوا لري، لکه  انتخا با ت، د موټرو  دسرعت دخطراتو  او دا سي نورو  مو ضوعاتو په اړه جوړ سويدي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ .

(   * ) ( حسيني، محسن، کارتو نست دپناه دفلم جوړونکي دياد دا ښت پر بنياد )

 

 

 

 

 

نړی  او افغا نستان

 وافغاني سينما ته هغه وخت تو جه زياته سوه چي دلته دسينما دروازي و تړل سوي او سينما مسلکي کار کونکي له وطنـه څخه وتو ته مجبوره کيږي او ډير يې هـلته خپل کارونـه دسره نيسي،  دبلي خوا دا غميزه دخارجي سينما گرانو پام   هم د افغانا نو وخواته را اړوي، ديوي خوا غانستان غميزه او غانانو مبارزه دمتجاوزينو په وړاندي ددوى لپا ره  نوي موضوع ده،  او دبلي خوا  هغه کډوال  چي ددوى ښارونو او هيوادو ته ور ځي،  دهغو ژوند او نا خوالي  سينما گران ديته هڅوي، چي دهغو په هکله فلمونـه جوړ کړي، دا هم بايد هير نکړوچي غانانو دحوادثو ډک تاريخ اوښکلي او زړه وړونکي  طبيعت، کلتور او عنعنا تو هم  لا له په خوا نـه  نړيوال سينما گران  ديته هڅولي دي چي  يا افغانستان ته را شي او يا هم په نورو هيوا دو کي دا افغانستان په اړه فلمونـه جوړکړي.  ځيني هغه فلمونـه چي پهدي هکله جوړ سويدي لکه:

( سوارکاران )١٣٥٠ دکلمبيا فلم له خوا سناريست: ( دالتون ترامبه  ) ډايرکټر:جان فرانکن هايمر، دعمر شريف،جکپالانس ، او لاي تايلرينگ... په گډون.  غانستان  دملي لوبي  ( بٌز کشي )  په اړه جوړ شوى. په فلم کې ديو سوار کار ژونديې راوړى چې په بزکشى کې يې پښه ماتيږى او په مسابقه کې  ماته خوری. خو بل وار زيار باسى چې بيرته لوبه وگتى

(   ما موريت درون کا بل  )۱۳۴۲هـ ل  شوروی اتحاد

دشوروی د سفير راتگ وکا بل ته او دده  دسترگو ليدلی حالات په دي فلم کي انځور سوی دی.  

 

( ملاقات بامردان برجسته ) ١٣٥٦هـ.ل ډايرکټر:   پيتر بروک.

دا فلم تر پردی نـه را ځی.

 

( دهرماتما )١٣٥٢ هـ.ل ډايرکټر: فيروزخان.هندوستان.

ديو هندوستانى سياح يا گرځنده ځوان په هکله دی چې دهند څخه افغانستان ته راځى او پر يوی کوچی انجلى مين کيږی   خو دهغى  وصال ته نـه دسيږي.

 

  ( اندوه افغان )١٣٦٤هـل ډايرکټر: زلمى کا سي،جرمني.

دا لومړی چی غانی مـهاجرو په هکله  په پاکستان کي غاني کډوالو  دژوند او ستو نزو  په اړه جوړيږی.

 

(   بايسکل سوار  )۱۳۶۴ډايرکتر محسن مخملباف،  ا ىران

دفلم کيسه ديو افغان  دنسيم په نوم چې ميرمن يې  دکډوالی  په ژوند کې  ناروغه کيږی  او دعمليات له پاره دپيسو موندلو لپاره د  بايسکل ځغلولو )  مسابقه کی گډون کوی.

 

  ( جمعه )۱۳۷۸ هـ لډايرکټر:حسن يكتاپناه  ا ىران ) 

جمعه افغانی مـهاجر چی  دلبنياتو  يوه  فارم ته کار کوی، دده دعاشقی او ماجر اووته دمستو خرڅو نکی  له لور  سره،وقف سوی دی.

 

(  باران )۱۳۷۹ هـ ل ډايرکټر مجيد مجيدی  ايران

 ديوې ځوانی مـهاجری  نجلۍ کيسه ده چی دپلار تر بيکاره کيدو ورو سته ديوی  پيښی  په تر ځ کی غواړی چی دهلک په کالو کی دپلا ر کار تر لا سه  کوی.

 

  ( خدا گواه ) ډايرکتر: موکل   انند،  هند

بادشاه خان چې په افغانستان کې د بزکشې د لوبې پر مـهال له ښکلې بينظيري سره ليده کاته ترسره کوې،  خو مخکي له دي چي نوموړي له بينظيري سره واده وکړي بادشاه خان مجبوره دې چي هند ته لاړ شي او د بينظيري د پلار د قاتلانو څخه بدله واخلې.

 

( کندهار ) ١٩٩٨  ډايرکټر محسن مخملباف،  ايران

 د نفس په نامـه ديوي خبريالي کيسه بيانوي کوم چي خپل هيواد ته بيرته راگرځي. ترڅو د طالبانو تر ولکي لاندي سيمي کندهار کې خپله خور وژغوري.

 

 (   په دي نړي کې )  ډايرکټر:  اندريو ايټن. انگلستان

جماالدين ترابې چي په پيښور کې زيږيدلي او د خپلکډوال ملگري سره يواځي د ايران،  ترکې او فرانسي له لاري انگلستان ته سفر کوي

( له طالبانو څخه تښته ) ډايرکټر: يوجال چتوپاديا. هندوستان.

دغه فلم د کابلي والا ښځه" د واقعي داستان چي سوشيمتا بينرجي ليکلي دي جوړ شوي دي. پروډيوسران: اشوک کيمکا او ويجي نوپاني.

 

( سرگرداني سترگي(  ډايرکټر: کيوين رينولد.

د اختطاف کوونکو يوه ډله چي د افغانستان د تيري جگري په دوران کي آزاد گرځي. دغه سړي تښتونکي ډله د هغو پوليسو څخه سخته ويره لري کوم چي د کابل د وگړو د ساتني په موخه گمارل شوي دي.

 

The Beast ) ( ١٩٨٨ م ډايرکټر: کيوين رينولد. امريکا

د فلم داستان د روسانو پر وړاندي د افغانانو د پاڅون او د جگړي پر سترا تيژي جوړ شوي دى.

 

(   نيلوفر درون باران  )٢٠٠٢ م ډايرکټر: همايون کريمپور،فرانسه.

( باران )٢٠٠٤  ډايرکټر:  مجيد مجيدي. ايران

دغه فلم د هغه ځوان پرکيسه جوړ شوي چې په يوه ساختماني ساحه کي کار کوي او خپله دنده د يوه افغان کارگر له خوا چي په غير قانوني ډول گمارل شوي دي له لاسه ورکوي. دغه هـلک په سخت کار مجبوريږي

 

  ( اکادمي زيبايې کابل ) ٢٠٠٤ ډاير کتر:Liz Mermen  په امريکا کي. دغه فلم د هغو افغاني ا صله امريکاېې ښځو د يوي ډلي کيسه بيانوي چي په کابل کې زيږيدلي او د هيواد څخه بهر تللي دي ددغه فلم په لړ کې دوي کابل ته سفر کوي او هـلته سينگار ځاى جوړوي.

  ( خاک و خاکستر )٢٠٠٤   ډايرکټر: عتيق" رحيمي" فرا نسه

زوړ سپين ږيري دستگير او دهغه نوي پنځه کلن کوڼ لمسي ياسين دسکرو د هغه کان پر لوري خوځيږي چيري چې د دستگير زوي مراد کارکوي،  دستگير غواړي وواېې چې هغه له هغې پيښــــــــي نـه خبر کړي چې د تير بمي بريد له امله ددوي دکورنى ټول غړي له منځه تللي دي.

 

( رقاص آتش ) ٢٠٠٤م ډايرکټر: جواد واصل،بريتا نيا   

 

( القريم  ) ٢٠٠٦: ډايرکټر: اجمل يورش او افندي يعقوب.

کريم او نصير دوه  افغاني الاصله امريکايې ځوانان دي چي د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر د ١١  په حادثه کي  په کوينز کي، کله  چي تعصب او کرکي ښارونـه نيولي وو. پر دي فکر کوي چي دوي او د دوي په شان نور مسلمانان چي د ظلم او تيري قرباني شوي دي څه وکړي.

 

  ( کاغذ پران باز ) ٢٠٠٦م ډايرکټر  مارک فو سټر،امريکا

او داسي نور دي چي په بين المللي سطح د توجه وړگر ځي او په مختلفوفستيوالو کي  له هغيجملي  څخه لکه د ( نانټ  ) د دريمي نړي دفلمونو فستيوال په فرا نسه کي ٢٠٠٤کال چي زياتره برخه يې افغاني  سينما ته وقف سوي وه.

 د جرمني د کلن په ښار کي فستيوال ٢٠٠٥ چي دشلو په حدودو کي لوړ او لنډ افغاني فلمونـه پکي ښکاره سوه  او يوازي د افغاني فلمونو ننداري ته وقف سوي وو.

په دي مر حله کي سينما خپله ژبه پيدا کوي، خو دا بيان تر يوه حده دخارجي مسلکي يو نټو په کومک ترسره کيږي. چي افغاني سينما گرا نو ته د هنري بيان دتحقق امکان ميسره کوي. ولي په دي کي شک نسته چي موږ دخپلي سينما و اتوريته ته دنورو په سترگو کي ډير ليواله يو،  خو داهم بايد هير نکړو چي زموږ فلم بايد هم په دننـه په هيواد کي هم همدا اتوريته دخپلوخلکو په سترگو کي پيدا کړي تر څودنورو مبتذله فلمونو چي همدا اوس په هيواد کي دپردي پر مخ را ځي نـه يوازي ښه بديل بلکي زموږ دوا قعي هويت او ژوند څر گندوي وي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بهرنيفلمونـه

 

 په افغانستان دانوی صنعت او ددي هنر او کارلپاره دپخوا څخه هم داسي څه نـه وه موجود چي هغه ديوي مستقلي سينما او فلم جوړولو پرصنعت معين تاثيرات ولري. نو معلومداره خبره ده چي په اول ځل دنورو د اثارو تر تاثير لاندي سينما منځته راغله. چي د لومړي فلم په جوړولوکي دهغه ټوله دشوټنگ ايډټنگ او درليز کارونـه په هندکي ترسره کيږي او دغه سينما په منطقه کي په هغه وخت کي ديوي منظمي سينما درلودونکي وه، او دا هم تصادفي نـه وه چي زموږ لومړي تياترستان چي دفلم جوړولو شوق ورسره پيدا سوي و دهغه وخت هند ته ځي.

په لومړيو کلونوکي دنورو سينمايې فلمونو تاثيرات پرافغاني سينما باندي ډير کم محسوس دي ځکه دا هغه وخت دي چي دنوري دنيا فلمونو ندرتاً افغانستان ته راتلل او يوازي هندي فلمونـه په ډيره پيمانـه دکابل  سينماگانو دپر دي پرمخ ښکاره کيدل. خو غانستان په سينما کي دفلمونو دلومړنيو توليداتو په برخه کي مو دهند سره دبلدتيا وياړ درلود،چي ( عشق اودوستي ) غانستان دلومړني فلم په توگه،  دهمدي هنديانو په مرسته جوړشو، او اوس زموږ دسينما په تاريخ کي،  دلومړني افغاني فلم په نوم ياديږي، ديادوني وړده چي دهنديانو مستقيم اويا غير مستقيم حضور په ( عشق او دوستي ) سره نـه خلاصه کيږي. هغهان چي دکلونو له مخي زيات عمرلري د ( درماتما ) په فلم کي چي په افغانستان کي يې شوټينگ تر سره شوي او دهند ي لوبغاړي فيروزخان حضور ښه په ياد لري اوکلونـه را وروسته بيا د ( اميتابچن ) سره چي د ( خداگواه ) په فلم کي يې ديوه افغان رول اجرا کړي دى، زيات معرفي سول. نوځکه ويلاي شو چي افغانستان د ډيرپخوا راهيسي دهندي فلمونو اوهندي فرهنگ سره بلد و،  او دا چي زموږ شپاړس گونو سينما گانو، چي په هره او نى کي يېيو فلم ښکاره کا وه،  او يا دا چي په يوا زيني تلويزيون کي په مستمره تو گه هندي فلمونـه ښکا ره کيدل،  او يا هم هندي فلمونـه چي په بيساري تو گه پهټونو کي هيواد ته را تلل.

 همدا راز دامريکا يې او اروپا يې  سوپر فلمونو  جوړول ( سوار کاران  ) ( مارکوپولو ) ( ملاقات بامردان برجسته )او ښکاره کول په افغانستان کي. په دي کي هم شک نشته چي دلومړنيو سينما گرانو را تگ افغانستان ته چي په نورو هيوادو کي يې تحصيل پاي ته رسولي و  هيڅ امکان نلري چي هغه هم دهغه هيواد دسينما څخه نـه وي متاثره سوي. فيض محمد خير زاده دامريکا څخه راځي. دده فلم او تردي ځايه دهغو کورسونو دايرول پرلومړينو فلم جوړونکو بـه بي تاثيره نـه وه، او بيا وروسته دهند او شوروي څخه دسينمايې زده کړو څخه، هم ځيني ډايرکټران راځي نو په دي شکل نتيجي ته رسيږو چي دشوروي دسينما دتاثيراتو څخه زموږ سينما ښايې يوه اندازه متاثره شوي وي.  زموږ د هغه سينماگرو چي زده کړي يې په خارج کي نـه دي کړي او په داخل کي دخپل شخصي ذوق اوعلاقي سره دفلم په جوړولو لاس پوري کړيدي. حتماً ددي سينما گانو څخه متاثره شويدي اولومړي فلمونـه يې حتماً هغه فلمونو نـه دي چي  دمستقل افغاني رنگ درلودونکي وي،  او دارنگ ممکن هم نـه و چي   داسي ژر منځته راسي. او داهم بايد هير نـه کړو ترڅوچي زموږ سينما لکه څنگه چي لازمـه وه شکل نيولي دي سينما بيا خپل ځاي خالي پريښوي او په داخل کي فلمونـه نـه جوړيدل او سينماگران چي نوروهيوادو ته چي مـهاجر شوي وه، هـلته په ډيروکمو امکاناتو  د دولت دحمايې څخه پرته،  دفلمونو په جوړولو لاس پوري کړ، لمونـه هم په هيڅ صورت هغه فلمونـه په مجموع کي نـه وه چي زموږ زړه په خوشحاله کړي، لمونوو غاني سينمايې هويت درلودونکي نـه دي. ځکه چي محدود او ناچيز امکا نات، دلازمي بودجي نـه درلودل، او هغه بيره چي ممکنـه هغه پيسي چي پرفلم مصرفيږي بيرته ترلا سه نسي دسينما گرانو او بياد متعهدو سينماگرانو  لاسونـه تړلي وو.

اوهغه سينماچي د نړيوالو پرودکشنو له خوا چي دپوره امکاناتو درون لودونکي وه هم جوړشوي وه، زموږ دا هيله يې ترسره نکړه چي ملي باهويته سينما جوړه کړو، ديوي خوا هغه چاچي ددي فلمونو لپاره پانگه اچولي وه خپل خواهـشات هم درلودل،  ځکه چي نور خو ليوني نـه وه چي دبل دهدف لپاره هپلي پيسي په خطرکي واچوي بيله شکه هغه ته خپل تجارت هم مطرح وي يعني تردا  اوسه پوري چي ډير فلمونـه دلته نـه جوړيږي اوکه جوړيږي هم دشخصي پرودکشنو توليدات چي په هيڅ صورت ديوي افغاني سينما په څير، چي افغاني رنگ او بوي ولري او ددي خلکو د کلتور څرگندوي وي د پردي پرمخ نـه دى راغلي او هغه پخوانى دفلم جوړولو، بهرنى زړي نسخي پکي کارول  شويدي چي هغه دنورو دکلتور بيلگي دي چي تراوسه هم ادامـه لري.

 

 

 

 

 

 

 

دوهمـه  برخه

د افغاني فلمونو

جوړونـه په نورو هيوادو کي

 دطالبانو درژيم درړنگيدنې غانستان دملى سينماپه خوځښت اودرنښت هم ستره اغيز وښيندله،  لکه څنگه چي مخکي مي دي موضوع ته اشاره وکړه  چي دلته دسينما دروازي و تړل سوي اود سينما مسلکي کار کونکي له وطن څخه وتو ته مجبوره کيږي او ډيريې هـلته خپل کارونـه له سره نيسي او يا هم هغه ځوانان چي هـلته لو يېږي او يا هم په دي برخه کي تجربي ترلاسه کوي،  او يا هم په دي څانگه کي تحصيلا ت تر سره کوي غاني سينما دا نغری چي دلته په هيواد کي  سوړ دى هـلته په بهرکي  بيا تر يوي اندا زي توديږي. ددي دوري ځيني  فلمونـه چي ښايې په يا ديدو و ارزي دادي.   

(   د هغي له سترگو څخه )  ډايرکټر ميثاق کاظميفلم ديو هندي مسلمان فوځي افسر ( يوميش مشرا  ) کيسه بيانوي. چي له ډيرو کلو  وروسته خپل کور ته ځي تر څو دهغي ښځي سره واده وکړي چي مينـه يې ورسره درلودله. خو هغه ميرمن په کليسا کي راهبه شوي وي، د ميني د لاسه ورکولو سره د مشرا عقيده پر خدای هم له منځه ځي... 

 

( په غلطو لاسونوکي ) ٢٠٠١م  ډايرکټر: ولي رزاقي.

 دا فلم دوو دوستانو داستان دى چي هر يو يې په امريکا کي دا مريکايې خيالي ژوند ته  درسيدو لپاره خپل تصورات لري.

 

(   اختطاف )  ډاير  کټر: معرفتشاه، په روسيه کي.

د اختطاف چيانو ديوي ډلي تعقيب دپوليسو  له خوا  ښودل کيږي.

 

( افتاب بی غروب ) ډايرکټر:جوانشير حيدري، په تاجکستان کي.

دغه فلم د افغان مشـهور سندر غاړي  احمد ظاهر د ژوند  په هکله  دی.

 

(   درسر زمين بيگانـه )  ډايرکټر:  آصفي،  په امريکا کي.

د ا فلم چي  په  ښکلي ډول خوريوگرافي شوي دى، ديوه افغان ځوان اړيکي دخپلي نامزدي سره ښيې چي دپلار له خوا ور ته  غوښتل سويده.   

 

( چلنجر ) ١٩٩٨  م پرو ديوسر:قيوم سليمان خيل،  جرمني

( سايه آتش ) ٢٠٠٠ م ډايرکټر:  سعيد اورکزي،  په امريکا کي.

دغه فلم د ميني،  معصوميت او زړه ماتوني او د کورنى اړيکو پر اساس جوړ شوي دي..

 

( حقيقت گمشده  افغانستان ) ٢٠٠٣ ډايرکټر: ياسمين ملک نصر. په امريکا کي.د طالبانو له دوري وروسته د جگړو ورانيوته په يوه صادقانـه کتنـه ده. د فلم  ډايرکټره افغانستان ته سفر کوي او د زيات شمير افغانانو سره مرکې کوي

(   گمراه )  ٢٠٠٢ م سناريست  اوډايرکټر: واحد نظري  پروديو سر: فهيم فيض.  په استرا ليا کي.

 ددوو وړونو  داستان دى، مشر ورور چي پخوا مـهاجر سوى دى،  په ډير زحمت پيسې پيدا کوي، او خپل کشر ورور را غواړي، چي هـلته تحصيل وکړي،  خو هغه  په عياشي بو ختيږي.

 

  ( هجرت ) ٢٠٠٤م سناريست او ډايرکټر: واحد نظري، پروديو سر  ستورى منگل. په هالنډ کي.

  د يوه  ځوان دمـهاجرت او کډوالى کيسه ده،  چي په ډير زحمت ځان اروپا ته رسوي تر څو خپله را تلونکي تضمين کړي،  خو دستونزو سره مخامخ کيږي.

 

  ( په يوازيتوب کې ژړا ) ٢٠٠٥ م ډايرکټر: سعيد اورکزي. په امريکا کي. د ميني هغه دوه گوني کيسه بيانوي چې پکي يوه ته هوسايې او امتيازات او د بل لپاره غم او درد  ور په برخه دي.

 

  ( افغان )  ډايرکټر: يوسف رويان،  په انگلستان کي

په دي فلم کي هڅه سويده ديوي افغاني نجلۍ تر بيه  په يو غربي هيواد کي وښيې

 

(   رويا  )ډايرکټر: حشمت خان، په هند کي.کميډي فلم ديوميانـه ساله دخپل راضي حسود سړى په هکله دى چې  خبل دوستان اوگاونديان  انتقاد کوى ، په پاي کې خپله بربادى په خوب کې وينى کله چې ويښ شى نوټول يوخوب وى اوبس

 

(  حادثه  )١٩٩٩  م   ډايرکټر:  نذير مردمي،  په امريکا کي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

خپلواک تلويزيونونـه

اوتلويزيوني فلمونـه

نن رسنۍ په گڼ شميرهيواد ونوکي دخلکو پرشخصي او ټولنيز ژوند باندي دخورا اغيزمني وسيلي په څير شميرل کيږي. ښايې  اطلا عاتي  برخه يې، چي دتصويري رسنيو اصلي برخه جوړوي، خو دتلويز يون  تفريح او سرگرمي بيا د نړۍ دټولو خلکو لپاره د  ځانگړي  توجه وړ ده.

مخکي له دي چي غانستان دتلويزيون تاريخچه په گوته شي په دي هم بايد پوه شو چي دتلو يز يون د جوړيدو او دهغه د وسايلو د برابرولو چاري څه وخت پيل او بيا څنگه پشپړي شوي؟

دراديو افغانستان رياست د جاپان د( کني ماستو گوشي ) شرکت د جاپان ٩٥٠ مليونو وړيا مرستي په لگښت په ١٣٥٥هـ.ل کال کي دزمري په څليرويشتمـه نيټه دتلويز يون دتخنيکي وسايلو دبرابرولو او د تلويزيون دخپرونو د ودانۍ د جوړولو په موخه يو تړون لاسليک کړ.

ددغه تړون پربنسټ په ١٣٥٦کال کي د افغانستان دتلويزيون د ودانۍ د بنسټ ډبره د راديو افغانستان دستديوگانو د ودانۍ ترڅنگکيښودل شوه او سل مليونـه افغانۍ لگښت يې د دولتي بودجي څخه تمويل شو.

په ١٣٥٥کال کي د آسمايې غره په څوکه دترانسميتر د درولو لپاره د دري نيم کيلو مترو په اوږد والي سړک د ١٣٥٦ په لومړيوکي بشپړ شو.

په ١٣٥٦کال کي دتلويزيون دترانسميتر او دستديوگانو د ودانۍ چاري بشپړي شوي اوهغه تخنيکي وسايل اوتجهيزات يې چي دجاپاني کمپنۍ  لخوا برابر شوي ووپه سټديو گانو او اړوند ځايو نوکي مونتاژ او ودرول شول.

دتلويزيون د باندي دخپرونو دثبت لپاره تلويزيون گرځنده سمباله ( او بي وان  ) NEC دستگاه وپيرودل شوه او وروسته دمستقيمو نشراتو دثبت او خپرونو په مقصد د ( بوش ) سمباله دستگاه په څه دپاسه دوه نيم مليونـه مارکه وپيرودله شوه. او تلويزيون دهغه مـهال دتکنالوژي په پرمخ تللي  (  پال سکم  ) سيستم عيار شو.

                           

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ملي تلويزيون

 

غانستان تلويزيوندسردار محمدداوود خان دجمـهوري رياست په وروستۍ مياشت د ١٣٥٧ کال د وري د مياشتي په دوهمـه نيټه خپلي امتحاني خپروني پيل کړې کـه څه هم دتلويزيون تر جوړيدو دمخه غانستان تلويزيون مسلکي روزل شوي او نشراتي او فني کدرونـه نـه درون لودل خو د خپرو نو دپيل نـه څو مياشتي پخواني کابو شپيته تنـه فني اونشراتي کارکوونکي دلنډ مـهاله کورسو نو او تلويز يوني خپرونو دبرابر ولو لپاره بهرنيو هيوادو ته واستول اوله زده کړو وروسته يې دجاپاني سلا کارانو په مرسته دخپرونو دثبت او جوړولو چاري په مخ بيولي.

دتلويزيون په امتحاني خپرونوکي ذوقي، علمي او سپورتي مطالب او کارتوني فلمونـه شامل و. دغه خپروني د ١٣٥٧ هـ.ل کال دغويې تراوومي پوري رواني وي چي دکابل ښار څخه دباندي له ٣٠ نـه تر ۶۰ کيلومترو پوري ليدل کيدي.

دثور له اوومي وروسته دتلويزيون خپروني دلنډي مودي لپاره وځنډيدي شوي او دهمدي کال دهيواد د آزادي دبيرته اخيستو په ورځ دزمري په ٢٨ نيټه په رسمي توگه تلويزيون پرانستل شو.په پيل کي دتلويزيون دوه ساعته تعليمي خپروني درلودي، خو د وسايلو په بشپړولو سره د تلويزيون په خپرونوکي بيلا بيلي ټولنيزي،  اقتصادي،  اطلاعاتي اوهنري خپروني زياتي شوي.

په١٣٥٨ هـ.ل کال کي دتلويزيون خپروني څلوروساعتو ته ور سيد ي په ١٣٥٩ هـ.ل کال کي پنځو ساعتو  او شلو دقيقو او په ١٣٦٠ هـ.ل کال کي پنځو ساعتو او پنځه څلويښت دقيقو ته ورسيدي.

په ١٣٦٢ هـ.ل کال کي د وخت شوروي اتحاد په مرسته دمارس گرځنده دستگاه  ودرول شوه او د ١٩٨٠ کال د المپيا لوبي په مستقيمـه توگه وښودل شوي.

دشمشاد دستگاه په درولو سره د سپوږمـه کيو له لاري تلويزيوني خپرو نو  او دتلاو تلگرام دمخابري لاره اواره   شوه. 

په ١٣٦٢هـ.ل کال کي يوشمير ولايتونو ته دشپي لخوا دتلويزيون خپرو نولمن وغزيدله چي په لومړيپړاوکي کندهار، ننگرهار، هرات،  غزني، خوست فراه او غور پکي راغلل.

په دوهم پړاو کي يعني په ١٣٦٥هـ.ل کالکي دکونړ، هـلمند، بغلان او بلخ کي دتلويزيون خپروني پيل شوي.

دملي راديوتلويزيون خپرونو د تجربه لرونکو کدرونو په لرلو سره تر١٣٧١هـ.لکال پوري خپلي خپروني په ښه کميت اوکيفيت خپرولي خو په هيواد کي د ١٣٧١هـ.ل کال دغويې داتمي له بدلون نـه وروسته دهيواد ونورو اقتصادي،  ټولنيزو او سياسي برخو په شان فرهنگي برخي اوله دغي جملي څخه چاپي د اوريدو او ليدو رسنيو هم سخت گوزار وخوړ او په تيره بيا د طالبانو په دوره کي تلويزيون دخپرونو دجوړولو او دکدرونو دکډه کيدو او تښتي له امله دتلويزيون خپروني دسختو ستونزو او محدوديتونو سره مخامخ شوې او زياتي خپروني په ټپه و دريدلي.

دراديو تلويزيون يو زيات شمير تکړه په کارپوه، مسلکي او وتلي ليکوال ژورناليستان او هنرمندان دځانونو او اولادونو د له منځه تلو له ويري خپل هيواد پريښود او دهجرت او خواريو ژوند ور په برخه شو.دطالبانو د واکمني نـه وروسته په ١٣٨٢ هـ.ل کال کي د انالوگ پخواني سيستم په ديجيتال بيتاکم بدل شو په همدي کال دهندوستان په مرسته دتلويزيون خپروني دستلايت په وسيله ديوزيات شمير آسيايې هيوادو ته ورسيدي او په ١٣٨٢ کال کي دسپوږمـه کى له لاري دتلويز يون  امتحاني خپروني  پيل شوي.

د ١٣٨٥ هـ.ل کال دحمل په دوهمـه نيټه دتلويزيون خپروني پنځلس ساعتوته لوړي شوي د ١٣٨٦ هـ.ل کال دچنگاښ په ٢٨ نيټه د تلويزيون خپروني دسهار له شپږو بجو پيل او دشپيتر ١٢ بجويې دوام وموند دهمدي کال دسلواغي له لومړي نيټي ATV نشرات څليرويشت ساعتوته ورسيدل د همدي کال غانستان ملي تلويزيون اوس دهيواد په دننـه کي په٣٤ ولايتونو کي خپروني لري اوپه يو شمير آسيايې، هيوادو اروپا او امريکا کي دتلويزيون خپروني دليدو وړ دي. دتلويزيون دنوي جوړولو،سمبالتيا او کدرونو د روزلو په برخه کي دهند جرمني، فرانسي، جاپان او يوشمير نورو هيوادو مرستي ديادوني  وړدي.( ١٠ )

دطالبانو ترماتي وروسته اوپه افغانستان کي دنوي راټوکيدلي ژوند دغوټيوپه بياغوړيدوسره، ددولتي تلويزيون تر څنگ شخصي تلويز يو نو نو يو په بل پسي په ډيره چټکى خپل ژوند ته لاره پرانستله.

دولتي رسنۍ په افغانستان کي يوازي ملي راډيو تلويزيون او تعليمي تلويزيون، چي ددولت له خوا تمويليږي، او ټول زور يې غاني کلتور او هويت څرگندو نـه ده،  ملي راډيو تلويزيون په هيواد کي لومړنى رسنۍ ده چي تر او سه يوازي پرتعليمي  او ملي  منا فعو فکرکوي او ددي تلويزيون ټول فلمو نـه، سريالونـه، تلويزيوني تياترو نـه او  خپروني ددي ځرگندوى دي او دتلويزيوني  هنري او مستندو  فلمو نو او سر يا لونو يوازينى  توليدونکي دی 

شخصي رسنۍ عبارت دي له تجارتي او سيا سي رسنيو څخه. ددي رسنيو منځته را تگ تر ډيره حده دسيالى دمختلفو سيا سي ډلو تر منځ اويا هم ژبني او تجارتي منا فعو داصولو لپاره يو په پل پسي په ډيره کمـه موده کي منځته را غلي چي دا اوس يې شمير تر شلو رسيږي ددي راز تصويري رسنيو  اصلي مقصد تر ډيره دا نـه وو چي دپر گنو کلتوري،  ذوقي او معلو ماتي اړتياوي په نظر کي ونيسي او يا خلک مصروف وساتي بلکي تر هر څه دمخه سياسي سيالى،  دمخالفينو تو رول اويو نوى تجارت و،  چي اکثره يې د خارجي  هيوادو  او سازمانو له خوا حما يه او کمک کيږي،  چي تر او سه يې يوازي يو- دوو دفلم او سريالونو په بر خه کي توليد درون لو دلى دى. تر ډيره يې له خا ر جي  پرو دکشنو هم پهپرا خه پيمانـه گټه اخستي ده. چي اکثره يې تر جمـه يا دو بله هم نـه لري. چي ځيني لومړني شخصي، تجارتي تلويز يونو نـه  عبارت دي له:

 آريانا: دامتيازخاوند:احسان الله بيات

- آيېنـه دامتيازخاوند:يار محمد

- شمشاد دامتياز خاوند: فضل الكريم فضل

- طلوع: دامتياز خاوند: احمدجاهد محسني

- افغان: دامتيازخاوند: احمدشاه افغانزی

( د را ډيو تلويزيون، دجواز د اداري دثبت له دفتر څخه ).   

( ددي تلويزيونو  بشپړ لست په ضميمـه  کي را ځي )        

  دغو تصويري رسنيو په ډير شوق اوعلاقي سره په تفريح او سرگرميو لاس پوري کړ،  اودغه سر گر مي، دهندي  اواروپا يې  سريالونو او بهر نيو خپرونو او سندرو په خپريدو، يو ځواکمن او پيا وړي  پيل درلود.

 غانستان په شخصي تلويزيونونوکي دهندي سريالونو دښکاره کولو لپاره دهندي فلمونو بي ساري اوسرسا مو نکي  مسا بقه ده چي هر تلويزيون غواړي تر بل تر مخه سي تر څو ليدونکي په خپل انحصارکي ولري، او تراوسه  شخصي تلو يز يون دسريالونو او فلمونو دتوليد اوجوړيدو لپاره  فکر نـه دى کړى  او نـه يې هم دتبلغاتو او پيسو دلاسته راوړلونـه   پرته دخپلو مخاطبينو او دکار دښه کيفيت په هکله  فکرکړى دی؟

 

ځيني هنري،  مستند فلمونـه  او سر يا لونـه چي په ملي تلو يز يون کي تر دا  او سه جوړ سويدي:

 

 ( اشک ولبخند )١٣٦٢ هـ.ل ډايرکټر: سعيد ورکزي

( فرجام ) ١٣٦۳هـ.ل ډايرکټر: سعيد ورکزي.

 

( صبح سپيد ) ١٣٦٤، هـ.ل ډايرکټر: سعيدورکزي.

 فلم  يوکارگرى او بزرگرى فلم دى چې  د ثور د ٧ نېټي په هکله جوړ شوى دی

 

(   با پيراهن سپيد )۱۳۶۴ هـ.ل ډايرکټر: فقيرنبي

ديوى نجلى په هکله دی چې د وسلوالوانو له خوا بر مته  کيږي او په پاى کې نجلى ځان او هغوى له منځه وړى.  

 

( سربند ) ١٣٦٣هـ.ل ډايرکټر: فقيرنبي کليوالى ژوند ښکاره کوى کليوال پر   ډيرو ستونزو  دکلې سربند جوړوى

 

(   ناوې ) ۱۳۶۴سناريست: واحد نظري، ډاير کټر: رحمت خوستی ؟

 

(   دلمرپه لور ) ١٣٦۳هـ.ل  سناريست او ډايرکټر واحد نظري  لنډ فلم، په پښتو ژبه.سمبوليک او روانی فلم،ديوه يتيم ماشوم ذهنی انځور دی، چی دروانو اوبو پر مخ  دخپلو بد بختيو  وينو او جنگ  تصوير ويني

 

 ( مجبور  )١٣٨۴ هـ.ل. ډايرکټر: عارف بي ريا.

 يوانتباهي فلم دى چې دښځو پر وړاندى دتاو تريخوالى، زورزياتى او دوخت څخه وړاندى دودونو په هکله دی.

( دين ) ۱۳۸۱ ډايرکټر: عارف بي ريا  لم دتاريخى آثارو دقاچاقو په هکله جوړشوى.  

 

(  قاب ) ١٣٦٦هـ.ل ډايرکټر:نصيرالقاس. ( قاب ) فلم ديوى انځوگرى انجلى په هکله د ی  چې  ديو ه ځوان  سره چی د نوموړى انځورونـه نقد وی اشنا کيږی.

 

( دکونډي زوى )١٣٦٩هـ.للومړی  افغانيسريال، سناريستان: کاتب پا څون، منان ملگرى، واحد نظري، ډايرکټر:واحد نظري. موزيک: گل زمان، شاه محمود نوروزی، دکونډی دزوی  دخيالونو، هوسونو، هيلو او محروميتونو کميک او ريال تصوير.

 

 ( سايه سياه ) ١٣٨٦هـ.ل ډايرکټر:امين رحيمي  دټو لنيزو نا خوالو په پايله کی  ديوه ځوان کيسه ده، چی غواړي  په نا بلدی کې  د خپلی خور سره واده وکړی. 

 

( عشقپيري )١٣٨٦ سريال، ډايرکټران: غفار ظلام، محمد كبير  رحيمي، بريال. کميدى سريال دى چې  يو ځوان د خپلی ښځى بي تفاو تي ديته اړ باسی چی پر يوی بلی ښځی چی ډيره مـهربانـه ده  مين سی.

( ملي راډيو ټلويزيون دمستندو او هنري فلمونو  ارشيف )

 

(   راز هاى اين خانـه  ) سريال. ډايرکټر: رويا سادات

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

تلويزيوني مستند فلمونـه:

 

  ( افغا نستان بدون شورويها ) ١٣٦٩ سناريست: ډاکټر ظاهر طنين،ډايرکټر: واحد نظري، لومړى مستند فلم چي اويا دقيقي ؤ. او د روسانو د وتو په درون شل کی د  افغا نستان  هيلو او نا هيليو  يو عينی  ژوندی انځور دی.  

 

(  آبدات تاريخی  شـهركابل  )١٣٨٢ ډايرکټر عزيزروف

 

( ديروز امروز )۱۳۸۷ ډايرکټر:امين رحيمي  دهغو خاطراتو په هکله چې دهيواد دجگړى، ويجاړى او بيا  آ بادى او بيا رغاونى په هکله جوړ شوى دى. 

 

( درسوگ باباي ملت ) ١٣٨٧هـ.ل ډايرکټر محمدعارف بي ريا  مستند فلم دى دملت بابا په هکله چې د ځوانى حکومت داري او دمړينى دمراسمو څخه فلم اخستل شوى  

 

( افغانستان نن )  ۱۳۸۸سناريست او ډايرکټر:واحدنظري.

د اوسنی افغا نستا ن  يو روڼ تصوير، چی  دجنگ او  ورانی څخه پرته  انځور  سوی دی ( * )

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( * ) ( ملي راډيو ټلويزيون دمستندو او هنري فلمونو  ارشيف )

 

.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړی نړيواله  بريا

 

اسامـه:

ديوي ١٢کلني نجلى  مور.چی  لهکا ره شړل سويده دخپلى لور ويښتان لنډوى او دهلک په څيره يې کارته استوى. کله چى دطالبانو  له خوا دښار ټول هلکان ددينى واجباتو اوپوځى اصولو د زده کړي لپاره يوې مدرسې ته استول  کيږی، دنجلۍ، راز رابرسيره کيږی، او همدا راز  کله  چى  هلکان ته  بيا يی   ترڅو  دغسل کولو لارى چارى هغوى ته  ور زده کړى، او په پاى کى دنجلى راز هغه وخت را برسيره کيږى چى لمونځ  غلطوی. چادري يې  په سر ور اچوي  لومړی ښځينـه بند يخاني ته اچو ل کيږی  او بيا دقاضي دشرعى حکم له مخى سپين ږيرى ملاته ورکوله کيږى او دده دنورو ميرمنو سره يوځاى کيږى.

اسامـه دطالبانو له پرزيدو وروسته لومړى افغانى فلم دى چی ديوه جاپاني اويوه ايرلندى شرکت په همکارى دگډ محصول په توگه جوړ سوى دى.  فلم ديونسکو  دفرهنگى سازمان  له خوا دفلينى پلاک ياد  جايزه.او دگلډن گلوب جايزه چی دهاليوود دبهرنيو مطبوعاتو داتحاديى له خوا ورکوله کيږى  او همدا راز  دکا نا دا  په مونترالکی   اصلیجايزه د  )فيلم نو و رسانـه نودفيستوال  ) تر لا سه کړه

 صديق برمک بعد له طالبانو دواکمنى څخه د ( جنگ ترياک  ) فلم جوړکړى. چې په څو نړيوال فستيوالونو او د روم په جشنواره کې يې هم جايزه گتلى ده.

  صديق برمک:

په ۱۳۴۱ کال کي دپنجشير  په ولسوالی کي زيږيدلی دی. لو مړنی زده کړی د  کابل د نادريې په ليسه کی  او لوړ تحصيلات يېد سينما د ډايرکټ  په برخه کی په پخوانی   شورويکی   ۱۹۸۲ -۱۹۸۷ ترسره کړيدي.

ده ډيرو فلمونو سنا ريوگانيليکلي لکه:  افراطي ( لنډ فلم  ۳۵ م )۱۹۸۴ من( لوړفلم )۱۹۸۷ ،(   سايه ۳۵  م )۱۹۸۸،   آغاز ديگر(   لوړفلم ) ۱۹۸۹ ( عروج لوړ فلم ۳۵م ) ۱۹۹۱(   بلوط لوړفلم ) ۱۹۹۵ ( گرگ ها و بره ها  ) لوړفلم )۱۹۹۸   

او همدا راز هنری او مستند فلمونـه  جوړ کړی دی:

 بليارد ( لنډ فلم۸ م  )۱۳۶۰ سناريو  او ډا يرکټ، ديوار ( لنډ فلم۳۵م  )۱۳۶۳ سناريو  او ډا يرکټ، دايره ( لنډ فلم۳۵م م )۱۳۶۴ سناريو  او ډا يرکټ بيگانـه (   سناريو  او ډا يرکټ ۳۵ م م ) اسامـه ( لوړفلم ۳۵م  )۱۳۸۱سناريو  او ډا يرکټ « جنگ ترياک ( لوړفلم   ۳۵ م  ) ۱۳۸۷ سناريو  او ډا يرکټ،فاجعه اي پژمردن ( تلويزيوني فلم  ) ۱۳۶۷ ،حديث فتح ( تلويزيوني ) ۱۳۷۰ پرونده تجاوز(  تلويزيوني  )۱۳۷۶

  دو ه  واره غان فلم  د رئيس په توگه د۲۰۰۲- ۲۰۰۴ په توگه کار کړی  او د بر مک  دسينما يی  موسسې   مسوول.

 

( جنگ تر ياک )۱۳۸۸ :سناريست او ډايرکټر صديق برمک،

 فلم اخستونکي: گيورگي دزالايف، مونتاژ:ميشل هکسون....

ديو هليکوبتر  تر رالويد وروسته دوو امريکايي سرتيروژوند چي دخپل  ژوند دساتلو په خاطرخپلي وروستي هلي ځلي کوي او ديوي کورني سره چي په يوه زاړه ټانک  کي ژوند کوي مخامخ کيږي. برمک په دی فلم ديوه   سمبوليک او ګروتسک  طنزي ديد سره وينو، چي له يوی واقعی زاويي غاني  اوسنی  ژوند  دځينو ځانګړتياوو سره اشنا کوي.

 

( خاک وخاکستر  )ډايرکټر عتيق رحيمى

په فلم  کی دخلکو په ژوند باندى دجنگ اوجگړى د ډارونکى سيورى انځور ښودل سوی دى. په دغه فلم کى دستگير چى دکورنۍ ټول غړى يې په جگړه کى له لاسه ورکړى دخپل کاڼه لمسي سره غواړى دخپل پلارنى کلى دورانۍ اومصيبت کيسه خپل يوازنى زوى ته چى دډبرو د سکرو په کان  کي کارکوى  ورسوی،

دخاک اوخاکستر سناريو دايرانى سناريست: کامبوزياپرتوى د( خاک و خاکستر )د داستان له مخى ليکلى  دى.

دفلم اصلى داستان عتيق  رحيمي په يو څه بدلون دخاکستر اوخاک په ١٩٩٩ کال کى خپور کړ وروسته په فرانسوى وژباړل شو.

 

( سه نقطه )  سنار يو او ډا يرکټ، رويا سادات،

ځوانـه ميرمن دخپل ميړه له وژل کيدو وروسته دکلي دود او دستور دېته دبيا واده کولو اجازه نـه ورکوى. دغه ميرمن له لوږى  څخه دخپلواولادو  دبچيدو لپاره دقبيلى خان  ته پنا ه وړى، خو خان گل افروزی ته  دنيشـه يې توکو د وړلو وړانديز کوى، دا دمجبوريت له مخى دغه کارته ملاتړى.

( بچهءکابلی ) افغانى فرانسوى گډ فلم ډايرکټر برمک اکرم،.  سناريو (  ژان کلودکارير ليکلى ده. نوموړى فلم ديوى افغانى ښځى په هکله دی چې په  ټکسي کى خپل ماشوم پريږدى.دټکسی موټروان ددی په لټه  دښار ټولی کوڅى اوبازارونـه  لټوي.  

 

( سيبي از بهشت ) همايون مروت 

يوسپين ږيرى سړيله يوه لري کلي څخه دخپل ځوان زوى دمو ند لو لپاره کابل ته راځى اوخپل زوى  چي  يې يوتعويذليکونکې ته سپارلی ترڅوهغه دينى زده کړو په  مدرسه کې شامل کړي. دى هيله مند و چې زوى ې يو روحانى سړى شي. کـه څه  هم دى په دين او روحانيت نـه پوهيږى غوښتل يې چې زوى يې دده په څير نـه وي اوله نوروسيالانو يوگام پورته وى. خو تعويذ ليکونکى کليوال زلمى ځان وژونکوته سپارى.

 

(  تار وزخمـه ) سنار يو او ډآ يرکټ، رويا سادات،

. فلم اخستونکي: بشير عاصم

د ( تار و زخمـه  ) فلم چي ۴۵ دقيقي وخت نيسي،د جبري ودونو پر ضد د مبارزې يوه لوړه هنری  هڅه ده، چې  د يوې تركمني افغان نجلي ( ميرمنې ) ژوند په كې په ډيره شاعرانـه اوهنري تو ګه انځور شوى دى. چي دژوند  دناخوالو او دغالي اوبدلو سره رنگ اخلي  او دا رنګ  ټوله فلم ته رنګ ورکوي. ددي فلم ټول لوبغاړي دمحل خلک دي.

 

 

 

 

 

 

 

نني ځوان سينما گران

او ديجيتالي فلمونـه

 

  ( نجات ) ډايرکټرصبا سحر:  فلم پر  جنگ، مـهاجرت، فقر  او  دښځو  پر مسا يلو  را څر خي.

 

( همسايه ) سناريست  داود وهاب ډايرکټر زبير فرغند:

 دغه فلم په ظاهرکى ديوې رښتيني پېښى پربنسټ  جوړ شوى دى. ويل کيږي په ١٣٧٧ کال کى ايرانى چارواکو مشـهد ته نژدى دسفيد سنگ په کمپ کى په زرهاوو  افغاني بنديان وژلي دي،

 

  ( هيس )سناريو:سيدمعيدالحق موحدى،ډايرکټر:سيدفهيم ها شمي. حيات دطب دڅو محصلينو سره دعلمي ازموينو لپاره دشپي دقبرونو دلوڅولو او مړو دهډوکو د را ايستلو لپاره هديرى ته ځى حيات چى په روحي ناروغۍ اخته  کيږي چی وروسته  دليونيا نو کوډلی  ته وړل کيږي

( من اسپ مـی خواهم نـه زن ) ډايرکټر همايون پائيز.

 يوه امريکايې فلم جوړونکې ډله لس کلن ماشوم زال  او څونور وکسانو  څخه غواړي  تر څو له دوی سره په فلم کې رول ولوبوي. زال  کله چي دفلم اخستلو له پاي نـه بيرته خيمي ته راگرځي اوپلاريى پرې زيرى کوي چې ده ته يې له يو مـهاجر چې سخت مجبور و  د ١٠٠ ډالرو په مقابل کې يوه وړه نجلۍ  او دده مشر ورورته يې  آس اخيستي دۍ.  خو لس کلن زال دآس  ليونې دی ا و ښځه  نـه غواړي.

 

( گلچهره  )لنډ فلم ډايرکټر: عبدالرشيد عظيمي.

 

( مدرسه ) داسد سکندر په دغه فلم کى  موضو ع په ايران کى د افغانى کډوالو په کړو وړوپوري تړلي ده.  ديوې افغانى مـهاجرى کورنۍ چی غواړى چى  لوريې مکتب ته  ولاړه شى. خو دکوچنى لور او دمور اوپلار هيله يې نـه تر سره کيږي

 

( عيادگارى  )  ډا ير کټر عظيم رشيدى

په افغانستان کى دجنسي تيريو رواني او ټولنيزي آغيزي په کي انځور کړي شوى دي.

 

( گرگ گرسنـه  )اسد صلاحی  دفلم ډاير کټر  دخپلو شخصی  تجربو  پر بنياد  ليکی. داستان  دمځکی د مافيا  اوجنگ سالارانو  په اړه دی، چي څنگه کليوال دخپلو مځکو څخه بی بر خي کوي.

 

( اشک خون )۱۹۹۰ م ډاير کټر: سيد رحيم سعيدی. ) د يوه بيکاره ځوان کيسه ده چي څنگه   مخدر ه موادو ته مخه کوی.

 

( چرخ )   ډا ير کټر: سليم شا هين

 

( لذت شوق ) داستاني،ډايرکټراو سناريست:قادر آريايې،  کامره: ميرويس آرش،هندوکش فلم

 

مستند فلمونـه

 

 ( اميد ) مستند  د ١٣٨٥ کال، ١٢ دقيقې  ډايرکټر، سناريست او  منتاژ:  محمدهارون همدرد  کامره: شفيغ ضرغام

 

( درجستجوی يک ارزو ) ١٣٨٥،سلواكيا،مستند، ډايرکتر: صحرا کريمي

 

( بيست وپنج درون صد ) مستند،ډايرکټره: ديانا ثاقب  کامره: ملک شفيعي

 

( تارتو،پودمن ) مستند١٣٨٧،کال،٢٠ دقيقې ډايرکټر اوسناريست: ارزو برهاني، منتاژ: موسى موسوي  کامره: احمدسيرنورزاد

 

( درون سوداى استخوان  ) مستند ١٣٨٥کال /١٨ دقيقې

ډايرکټراو منتاژ: رحمان عالمي سناريست: حکيمـه عالمي اوموسى زکى زاده، کامره: موسى زکى زاده

( افغانی پرښتې )مستند ١٣٨٧کال /٢٣ دقيقې ډايرکټراوسنار يست: نعمت کاظمي، منتاژ: ديانا ثاقب  کامره: محمد شفيع ضرغام

 

(  بدو روبينا بدو  )  ډايرکټر: ديانا ثاقب

 

( پامير ) ډايرکټر ملک شفيعي، کامره:محمد حيدری  

قومى او ژبنى اړخ لرى، فلم دهغو خلکو په هکله دی چې په  پامير او  د بدخشان په ولايت کې ژوند کوى. ځکه په دغه ځاى کې په اووه ژبو خلک خبري کوي، بايد وويل شى چې دټولو ژبو سرچينـه اريايې ژبه ده.

 فلم جوړونکې هڅه کړى ده چې په ډيري هوشيارى سره دخلکو ريښتنى اوعيني ژوند د دود او دستور اړخ په پام کې نيولو سره په فلم کې ښکاره کړي.

 

( گذرگاه  ) ډايرکټر: حسين دانش ( گذرگاه  ) مستند فلم

 غانستان ددريو وروستيو لسيزو کړنې او کړاوونو په روانـه اولنډه توگه بيانوي. گذرگاه د مجاهدينو  او طالبانو د واکمنۍ دوره ښيې او په ژونديو تصويرنوکى ددغى دورى تاوتريخوالى،وحشتونـه او ډارونې ننداري ته وړاندى کوى: ډله يېزى وژنې، دمخالفينو تعقيب له ښځو سره کړنې او نور.

 

( لالا هندو )  ۱۳۸۷ ډايرکټر: حسن نا‌ظرى

فلم غانستان ميشتو هندوانو تاريخ ته کتنـه ده. فلم جوړونکى په دى مستند فلم کې هڅه کړى ده هغه مسلمانان چې دهندوانو په وړاندى تبعيض لرى انتقاد کړى. په وروستيوکى هغه هندوان چې دځينوانو لخوا مـهاجرت ته اړشوي دي او بد چلند ورسره شوى....

 

( درون دهکده کـه ناقص العقلم مـی نامند )   ډايرکتر او سناريست:  الکا سادات

 

 

کارتونی:

 

( پناه )محسن حسيني  ٢٠٠٦ کال کي جوړ سو  او دشپږو دقيقو په حدو دو کي وخت نيسي دجنگ دبد بختيو په هکله جوړ سوى دى.او څو جايزي يې په داخل او خارج کې  تر لا سه کړې دي.

 

( عطر )  100  ثا نيی

 

( هيتلر ) 6 دقيقی

 

  ( آخرين فرياد )۱۳۸۵ ډايرکتر  علي رضا سجادي٥ دقيقي او ١٥ ثانيې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ښځې او سينما

 

  غا نستان په سينما کي  دښځو  ستو نزه  لکه  ددنياد هري بلي سينما په شان ده، خو په دي تفا وت  چي دا ستو نزه  لا تر او سه زموږ  په سينما کی  پر  خپل حال ‎پا ته ده.  دا ديوي خوا چي  زموږ ټولنـه يوه  سنتي  او مذهبي ټو لنـه ده  چي ښځه تر او سه  لا دا حق نـه لري  چي په هنري کا رونو کي، چي د خلکو تر ستر گو تر او سه  لا  لا زم درون نښت نـه لري، بلکې بـه ټو لنيزوکا رو نو کي لا هم ډير دښځو د کار  سره علا قه نـه لري. په هرصورت  دښځو نـه گډون  او نـه شتو ن  بـه ټو لو هنري پديدو کي  يو ستونزمن کار و، بـه تيا تر کي بـه دښځو  رول دنارينـه وو له خوا لو بيده. دسينما د لومړنيو  ور ځو څخه  کولاي شو   د حبيبه عسکر، ميمونـه غزا ل،خورشيد  سايره اعظم، زليخا فخري، زر غونـه ارام، محبوبه جباری  غزا ل ابرا هيمي،مزيده سرور، پروين صنعتگر  سره پيل سوه چي دا لوبغاړی، ټولي دتيا تر لوبغاړي وي. په دو همـه او دريمـه سينما يې دوره کي  مو ږ کولا سو چي يو تعداد سينما يې لو بغاړو شا هدان و او سو، چي تيا تر ی سا بقه يې نـه درون لوده، لکه  عا دله اديم، بصيره خا طره، نغمـه، ذکيه داماچ،انيسه وهاب، هما مستمندی، عاقله، ذکيه کهزاد...په دی دور ه کي لا موږ يوا زي ښځينـه لو بغاړي لرو.  په را ورو سته دورو کي، خصو صاًد طالبانو  له وتو نـه ورو سته  بيا موږ د مستقلو  ښځينـه، پرو ديو سرا نو، ډايرکټرانو، او آن سينما يې ستو رو  شا هدا ن يو چي  په نړيواله سطحه دتمجيد وړ گرځي  لکه  ستوري منگل، صبا سحر، ما رينا گلبهاري، ياسمين يارمل، رو يا سادات، ديانا ثا قب،امنـه جعفري، صديقه تمکين، برښنا بهار....

 که څه هم دښځو  ستو نزه تر او سه لا  پخپل  حالت پاته ده، ډيری ښځي او نجوني چي  استعداد او علا قه لري، خو ديو ی خوا دا چي  زموږ  سينما  تر او سه لکه څنگه چي لا زمـه ده دخلکو په زړونو کي ديوه  هنر په تو گه ځان تثبيت کړي او دبلي خوا    دکورنی  دنـه موا فقي   او يا هم ټولنيزو  او ا منيتي ستو نزو له   له کبله دا جر‎ئت  نـه لري  چي دسينما ډگر ته را ووځي. ډيرو ددی لوبغاړو څخه په يوه يا دوو فلمونو کی تر ظاهريدو وروسته دسينما سره د واده يا نورو لا ملو له کبله لا ره جلا کړيده  او ځيني  بيا په فلمونو کی په ډيرو  فرعی رولونو   کی را څر گندې سويدي. خو  ډيرو ددی لوبغاړو څخه  په دی وتو انيدل چی  په سينماکې له ځانـه  ډير په زړه پوری فلمونـه  په ياد گار پريږدی، لکه عادله اديم، اوخورشيد  چی د وهمـی او دريمـی دوری په ډيرو  فلمونو کی  ښې وځليدي، ستوری منگل، چی نـه يوازی لو بغاړی وه  بلکه دفلمونو پروډيوس ته يی لا س وا چا وه. يا سمين يارمل، او صبا سحر چی د ډايرکټری تر مقام يې ځان ورساوه، رو يا سادات، د هنری فلمونو  ديانا  ثاقب  دمستندو فلمونو  په بر خه کی دقدر وړ کارونـه تر سره کړی دی، او همدا راز مارينا گلبهاري چی   دطالبانو دواکمنۍ له نسکوريدوسره سم د ( اسامـه  ) په فلم کې دستورى په  څير ميدان ته را وزی، او ديته پېغورونـه  دنړۍ پام ځان ته راگرځوى او  د دهلي دسيول دفلمونو فستيوال ته لاره پيدا کوی  او نړيوالي جايزی تر لا سه کوی.

 ځينی نوری  ښځينـه لو بغاړی هم سته  چی تر او سه  دا سی څه ددوی څخه ندی  ليدلی، چی د يا دولو  وړ وی. 

دښځو ونده په فلمومو کېتر اوسه لا ډير ستونزمن  کاردی. خوفلم جوړونکې تل په دی  هڅه کي دى چې خپل فلمونـه دښځو په مرسته  په هره بيه چی وی د دوی په  ونډه جورکړى. اوله دى کاره څخه لاس  وا نخلى.

 

 

.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دبين المللي قواوو په را تگ سره،  دطالبانو له پر شا کيدو ورو سته بيا دا اميد پيدا کيږي چي او س نو بايد دنوروهيوادو په مرسته سينما خپله لار پيدا کړي. خارجي سينماگران کا بل ته را ځي په دا سي حال کي چي يو شمير سينماگران بيرته هيواد ته را ستنيږي،  ځيني ځوانان چي په پاتان او ايران کي دسينما په هکله زده کړي کړي دي هيواد ته په را تلو سره د شخصي پرو دکشنو په جوړولو پيل کوي. د افغان فلم دستگاه څرخ بيرته په حرکت  نـه را ځي، يوازي درون وازي يې خلا صيږي. ځيني لنډ هنري او تبليغي فلمونـه دخارجي انجوگانو دکارو دتبليغ لپاره دهغو په مالي مرسته او حمايه جوړيږي،  چي زيا تر ه دتلويزيوني کا مرو څخه استفاده کيږي. کـه څه هم دهغو ا شخاصوله خوا چي شخصي فلمي کمپنيو اجازه يې اخستې ده،  په کابل کـه په هرو څو ور ځو کي يو فلم افتتاح کيږي،  خو دا فلمونـه د غير حرفويا نو له خوا بيله دي چي سينما  ته ديو هنر په ستر گه وگوري زيا تره دسينما څخه دکاذب شـهرت او دڅو پيسو د تر لا سه کولو په خاطر چي په غير فني ډول په بي کيفيته   سي دي گانو کي بازار ته را ځي غاني فلمونو رنگ  يې نـه يوازي بيرنگه کړي دي، آن عادي ليدونکي يې لا غاني فلمونودليدوڅخه په شا کړي دي چي په مجموع کي زموږ وسينما ته چي وروسته پا ته ده ډيرزيان رسولي دي او حتي هغه فلمونـه چي پوره هنري دي او س ليدونکي نـه لري،  ديوي خوا افغان ليدونکي  پر خپله سينما باور نـه لري،  چي دوي ديوه دووساعتو لپاره مصروفه کړي او دده استيتکي اوملي غوښتنو ته جواب ووايې دبلي خوايې په ډيرو دي فلمو با ندي سر نـه خلا صيږي.

 هغه  پرودکشنونـه چي تر او سه ددي کرښو تر ليکلو پوري دکار جواز تر لا سه کړى دى: سحر فلم، آريانا فلم، هندوكش فلم،  رويان فلم، شاه رخ فلم، برومند فلم، فرغند فلم، افغان زمين فلم،  جوان شير فلم،كوهدامن فلم،قرن بيست و دوم و برمك فلم، هفتم فلم،  سينماى ديدي نو....

 

 

)

 

                               

 

 

 

 

 

 

 

 

 يادونـه :

زما خو ښي په دي کي ده چي هغه ‏څه چي ما  غو ښتل  يا ني غانستان سينما، چي  زه يې عيني شاهد يم او تر ډيره زما په مخکي او زما سره  تر سره سويده.‏

‏ زه د افغان فلم ديوا زينى دولتي او لومړنى سټډيو، يو دلو مړنيو رئيسانو او مسلکي  ډايرکټرا نو څخه يم او همدا راز ددي ‏څانگي داستاد په صفت چي د لو مړي ځل لپاره مي ددي هنر تدريس دکابل پو هنتون دهنرونو په پو هنځی کې پيل کړ.‏

‏ داسي څه بـه په دي رساله  کي ډير نـه وي چي ما دنورو څخه را نقل کړي وي، مگر دهري خولي څخه دځينو ارقامو  پوښتل. نو ‏دا ټول زما تحليل او څيړنـه ده،پر فلم باندي څه ليکل، ضروري دي چي بايد پخپله فلم وليدل سي، ځکه چي لازمي معلومات ‏دفلم په ټايټل کي سته او کـه تبصره هم وي نو ښه تره ده ليکوال خپله اخستنـه ولري، نـه دنورو نظر، بيا کـه ممکنـه نـه وه او فلم ته ‏لاس رسى نـه و، بيا کيداى سي،دنورو څيړني چي دده دنظره سره مطا بقت ولري، را نقل کړي. چي ما هم دا کار کړى دى.  دا ‏فغان فلم ارشيف ته په مر اجعي سره  چي يوه برخه مي پخوا  د تدريس او دندي په خا طر ترسره کړي او بيا د بي بي سي د را ‏ډيو لپاره په ليکلي توگه ( غانستان سينما ته يو ځغلنده نظر ) او هغه څه چي اوس پر هغه زياتوم،  خو بيا هم د افغاني سينما ‏دپيل لپاره مي دځينو پخوا نيو همکارانو  لکه دشمس راد څخه څو کرښي په سينما گانو کي دلومړنيو نندارو  په هکله، سلطان ‏استالفي  څخه چي دلا برا توار دلو مړنيو کار کونکو څخه دى دلومړني مستند فلم  په هکله چي د افغان فلم په سټوډيو کـه ‏جوړشوى دى دعبدالخالق عليل څخه دده دفلمو گرا في او خا طرا ت، ځيني خبري  دلته را نقل کړي دي. د ( سيماى سينماى ‏افغا نستان ) د موسى رادمنش  آثر څخه ځيني ارقام را اخستي  دي، او ډير دا سي ارقام چي هلته  بيان سوي وو  او موثق نـه وو ‏دلته داصلاح په نيت اصلاح سوي را وړي دي ؛ او دځينو فلمونو په اړه مي دهنر دمجلي ځيني تبصري او ځينو انټر نيټي پاڼو ‏څخه هم دځينو نويو  فلمونو په اړه ځيني  ياداښتونـه را اخيستي. او اکثره خپله ځينو سينما گرا نو خپل  ژوند ليکونـه،  او يا هم ‏فلموگرا في په اختيار کي را کړي دي،  چي زه ترينـه مننـه کوم.‏

‏ دتلويزيون په هکله هم  دا چي درا ديو تلويزيون مشرى را په پر خه سوه زياته مرسته يې راسره وکړه، چي په دي اړه هم،‏دتلويز يون د تاريخچي  اوتلويزيوني   فلمونو، چي په اصل کي غاني  سينما ديوي برخي په توگه، چي تر ډيره زموږ سينمايې ‏فلمونـه،تلويزيوني جوړښت لري، ځيني اړين معلو مات ور زيات کړم.که څه هم په دا سي يوه رساله اوکتاب کي لا زمـه وه چي د ‏مشخصو سينما گرانو اودهغودجوړونو اوکړونوله مخي مطالعه او تقسيمات کړو، خودا چي دا سينما تر او سه لا پخپلو  ‏لومړنيو پړاوونو کي ده  اودلنډ عمر درون لو دونکي دهدا غوره وگڼل سوه  چي  په همدي محدوده‎‎کي چي زما په نظرکي  دي،  دا بـه بهتره  وي چي  دخپل کرو نو لوژيک جوړښت ‏له مخي تر مطالعي لا ندي ونيسم.




[فشتو نوي سيكسي ويديو]

نویسنده و منبع |



تمامی مطالب این سایت به صورت اتوماتیک توسط موتورهای جستجو و یا جستجو مستقیم بازدیدکنندگان جمع آوری شده است
هیچ مطلبی توسط این سایت مورد تایید نیست.
در صورت وجود مطلب غیرمجاز، جهت حذف به ایمیل زیر پیام ارسال نمایید
i.video.ir@gmail.com